Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ټرمپ په مشروط ډول له سپينې ماڼۍ څخه د وتلو اشاره ورکړه

کابل (پژواک، ٧ ليندۍ ٩٩) : د امریکا  ولسمشر ډنالډ ټرمپ يو ځل بيا په تېرو ولسمشريزو ټاکنو د درغليو تورونه پورې کړې، خو زياته کړې ، که چېرې جوبايډن په رسمي توګه بريالى اعلان شي، نو حاضر دى چې  له سپينې ماڼۍ څخه ووځي.

تر دې مخکې د امريکا د عمومي خدماتو ادارې جوبایډن د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې بریالی وباله او د د واک د لېږد په اړه يې د چمتووالي خبرورکړى دى.

د امريکا ولسمشريزې ټاکنې چې شاوخوا درې اونۍ مخکې ترسره شوه، دديموکراتانو ګوند کانديد جوى بايډن تر اوسه شاوخوا ٣٠٠ او ټرمپ ٢٣٢ د کالج راى  ګټلې دي.

د امريکا د قانون له مخې، کوم کانديد چې له ټولو ٥٣٩ کالج رايو څخه ٢٧٠ راى وګټي هغه بريالى اعلانيږي.

خو ټرمپ ادعا کړې چې په ټاکنو کې په پراخه کچه درغلۍ شوې او د پايلو له منلو يې تر اوسه انکار کړى دى.

هغه تېره شپه په يوه تازه ټويټ کې ويلي، که چېرې (ټاکنيز کالج ) د بايډن بريا رسمي اعلان کړي، نو دى حاضر دى، چې له سپينې ماڼۍ څخه ووځي.

خو ټرمپ بيا هم ژمنه کړې ده، چې ددرغليو پر ضد به خپلې مبارزې ته ورکوي.

دا لومړى ځل دى، چې ولسمشر ټرمپ د ټاکنو د پايلو په تړاو مثبت نظر ورکوي.

تر دې مخکې هغه په یو ټویټ کې خپل ټيم ته لارښوونه کړې چې د واک د لېږد بهیر کې همکاري وکړي.

ټاکل شوې ده، چې د ٢٠٢١ کال د جنورۍ په ٢٠مه، له ټرمپ څخه واک نوي ولسمشر جو بايډن ته ولېږدول شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.