کابل (پژواک، ٩ لېندۍ ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ٢٥٢ مثبتې پېښـې ثبت شوې دي چې له دې سره په افغانستان کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ٤٦٢١٥ ته ورسېد.
دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې دي چې د لېندۍ په نهمه د عامې روغتيا وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ١٣٨٧ شکمنې پېښې ازمايل شوې چې ٢٥٢ يې مثبتې دي.
سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ٤٦٢١٥ ته لوړ شو.
د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شوو پېښو کې ١٥٣ کسان په تخار، ٤٨ په کابل، ١٥ په بدخشان، ١٣-١٣ په هرات او ننګرهار، اته په کندهار او يوه- يوه هم په ميدان وردګ او لغمان ولايتونو کې ثبت شوې دي.
خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٨٧ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ويروسه د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ۳٦٧٣١ ته ورسېد.
د عامې روغتيا وزارت د خبرپاڼې له مخې، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ويروس له امله ١١ کسان مړه شوي چې په دې سره له دې ناروغۍ د ټولو مړه شوو کسانو شمېر ١٧٦٣ ته ورسېد.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د عامې روغتيا وزارت چارواکو ويلي وو چې د کرونا پېښې په هېواد کې يو ځل بيا د ډېرېدو په حال کې دي.
د عامې روغتيا وزارت له خلکو غوښتنه کړې چې د کرونا ويروس د مخنيوي په موخه د دغه وزارت لارښوونې جدي عملي کړي.