کندوز ښار(پژواک، ۹ لېندۍ ٩٩): په کندوز کې د دوو جګړو ځپلو کورنيو سرپرسته ٢١ کلنه نسرين وايي چې روانه جګړه کې یې پلار او تره وژل شوي، اوس د دواړو کورنيو سرپرستي دا خپله کوي او له ګڼو ستونزو سره مخ ده.
٢١ کلنه نسرين د کندوز ښار اوسېدونکې ده چې د پلار او تره له وژل کېدو وروسته د دواړو کورنيو د اعاشې او اباطې مسووليت ور له غاړې دى.
هغې له پژواک خبري اژانس سره د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل چې پلار يې وهاب نومېده، د کندوز د امنيې قوماندانۍ د ګرځنډه ټولي قوماندان و.
دې وويل چې په ١٣٩٨ کال کې يې پلار د خپل يوه سرتېري له خوا ووژل شو او دغه سرتېرى بيا له طالبانو سره يوځاى شو.
نسرين وايي:”کله مې چې پلار مړ شو، مشکلات مو ډېر شول، خو بيا هم تره مې ژوندى و، دومره نه پوهېدو.”
د هغې په وينا، د ١٣٩٩ کال د وږي په مياشت کې یې تره هم له وسله والو طالبانو سره په مخامخ جګړه کې ووژل شو.
دې وويل:” د پلار مې دوه ښځې دي، زما له دې دوو ميندو پنځه وروڼه او درې خويندې دي او له تره څخه مې هم پنځه ماشومان او يوه مېرمن پاتې دي.”
نسرين وايي چې د دواړو کورنيو مسووليت دې ته ور له غاړى دى او کوښښ کوي چې ډوډۍ ورته پيدا کړي.
هغې زياته کړه:” زه محصله وم، کله مې چې پلار او تره مړه شول، درس ويل مې پرېښودل اوس په يوه تعليمي مرکز کې د ښوونکې په توګه دنده ترسره کوم، شپږ زره افغانۍ تنخوا راکوي، خو موږ ١٧ کسان يو چې په هېڅ ډول زموږ اړتياوې نه شي پوره کولاى.”
د نسرين په خبره، د سيمې خلک او ځيني نور کسان هم ورسره تر خپله وسه مرسته کوي، څو ستونزې يې هوارې شي.
دا زياتوي چې د پلار او تره له مرګ وروسته يې ټولې هيلې خاورې شوې او اوس يواځې د ور له غاړو فاميلونو اقتصادي ستونزو د حل لپاره هلې ځلې کوي.
دى وويل: ” ما ويل چې زه به ډاکتره شم، خو هيلې مې ټولې خاورې شوې، اوس راسره يواځې زما د وړو وروڼو، خويندو او تره بچيانو ته د يوې مړۍ ډوډۍ پيدا کولو غم دى.”
هغې له حکومت او طالبانو غوښتنه وکړه چې نور سوله وکړي؛ ځکه په افغانستان د کونډو او يتيمانو شمېر له حده ډېر شوى دى.
نسرين زياتوي: ” زموږ کورکې هره شپه دوه- درې ساعته ژړا وي، ټول له يوه سره ژاړو، نور د خداى په خاطر سوله وکړئ. ”
هغه پر دې باور ده چې يواځې د سولې راتګ کولاى شي دا او کورنۍ يې له روانو ستونزو خلاصه کړي.
نسرين له حکومته غوښتنه وکړه چې د وژل شوو سرتېرو له کورنيو سره په اقتصادي او د زده کړو په برخو کې اړينې مرستې وکړي.
په دې اړه د کندوز ولايتي شورا غړي امرالدين ولي پژواک ته وويل چې د روانې جګړې د يو شمېر قربانيانو کورنۍ له ډېرو سختو ستونزو سره مخ دي.
دى وايي: ” وهاب خان د ګرځنډه ټولي يوه تکړه قوماندان و اوس يې کورنۍ له ستونزو سره مخ ده، حکومت يې بايد په هره برخه کې جدي ملاتړ وکړي.”
بل لور ته د کندوز د والي وياند عصمت الله مرادي وايي چې وهاب خان او کورنۍ يې د زرګونو نورو کورنيو په څېر د جګړې قربانيان دي.
د مرادي په وينا، د دولت رهبري په کراتو هڅه کړې څو په هېواد کې اوربند او تلپاتې سوله رامنځته شي.
دى وايي، حکومت کوښښ کوي چې په خپل وار سره له ټولو جګړه ځپلو کورنيو سره مرستې وکړي.
د يادونې ده، له تېرو څلورو لسيزو راهيسې په افغانستان کې جګړه روانه ده چې له امله يې هره ورځ خلک قرباني کيږي او دا لړۍ لا هم تر يوې نا معلومې نېټې پورې ادامه لري.
پژواک د ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام (UNDP) په مالي مرسته دا راپور برابر کړی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP