ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د دوحې له تړون وروسته هم تاوتريخوالی نه دى کم شوی”

“د دوحې له تړون وروسته هم تاوتريخوالی نه دى کم شوی”

author avatar
29 Nov 2020 - 17:07
“د دوحې له تړون وروسته هم تاوتريخوالی نه دى کم شوی”
author avatar
29 Nov 2020 - 17:07

مزارشريف (پژواک، ۹ لېندۍ ۹۹): د ملکي وګړو خونديتوب ډله غوښتنه کوي چې د ملګرو ملتونو امنيت شورا بايد د افغان جګړې پر ښکېلو اړخونو فشار راوړي څو د ملکي افغانانو له وژلو او ځورولو لاس واخلي.
د دې ډلې يو شمېر غړو او مدني فعالانو د لېندۍ په ۹مه په مزارشريف ښار کې د يوه اعتراضي حرکت پر مهال له افغان حکومت او طالبانو په ټينګه وغوښتل چې سملاسي اوربند وکړي.
په بلخ کې د ملکي وګړو خونديتوب ډلې يوه غړي سيد محمد يزدان پرست پژواک اژانس ته وويل چې د امريکا- طالبانو ترمنځ له توافق ۹ مياشتې تېرېږي خو په خبره يې، د دې پر ځای چې تاوتريخوالی کم شوی وای، جګړه نوره هم ډېره شوې ده.
يزدان پرست زياته کړه چې په افغان جګړه کې هره ورځ په اوسط ډول ۱۸ ملکي افغانان وژل کېږي.
هغه وويل: ((دوه مياشتې او ۱۷ ورځې وشوې چې بين الافغاني مذاکرات پيل شوي خو د دې پر ځای چې د جګړې پر ډګر مثبت تاثير وکړي، بلکې منفي اغېز يې کړی او د افغانانو په وژلو کې زياتوالی راغلی دی.))
د ده په خبره، د هېواد په لويو ښارونو کې د مطرحو ټولنيزو څېرو په نښه کول خطرناکه لوبه ده چې په دې وروستيو کې پيل شوې ده.
يزدان پرست له حکومت او طالبانو دواړو وغوښتل چې که ژر تر ژره يوې هوکړې ته ونه رسېږي؛ نو درېيمه وينه تویونکې ډله به د افغانستان د جګړې ابتکار په لاس کې واخلي.
نوموړي پر طالبانو نيوکه وکړه چې له امريکايانو سره يې سوله کړې او د افغانانو وژلو ته يې دوام ورکړی دی.
د بلخ ټولنيز فعال غلام رسول ملکزي په خپلو خبرو کې وويل چې له هر څه مخکې په هېواد کې د يوه سملاسي اوربند اړتيا ډېره ده.
د هغه په وينا، که د افغان جګړې هر لوری د سولې روانه پروسه ځنډنۍ کوي؛ نو د افغانانو د وژنو مسوولیت يې پر غاړه دی.
ملکزي زياته کړه چې له يوې خوا د هېواد په ګڼو ولايتونو کې سوړ موسم پيل کېدل او بل لور ته د جګړو له امله د افغانانو بېځایه کېدل او زيانمنېدل، لوی ناورين دی.
هغه په کابل او يو شمېر نورو ولايتونو کې وروستيو هدفي وژنو ته په اشارې وويل چې که حکومت او طالبان هر څومره د سولې روانه لړۍ ځنډوي، په هماغه اندازه يې ګټه نورو وسله والو ډلو ته رسېږي.
د ملکزي په خبره، ټول افغانان پر دې متفق شوي چې روان جنګ بايد نور پای ته ورسېږي.
مدني فعال شمس الدين خواجه زاده پژواک ته وويل چې که د جنګ ښکېل اړخونه رښتيا هم د سولې په پروسه کې رښتيني وي، نو بايد ژر تر ژره اوربند وکړي.
نوموړی وايي چې هم په حکومت او هم طالبانو کې داسې کړۍ شته چې په روانه جګړه کې يې ګټې دي او د غځولو لټه يې کوي.
هغه وويل: ((د افغانستان خلک او وطن پرست سياسيون بايد هغه کړۍ رسوا کړي چې دواړو لورو کې شته او نه غواړي چې د سولې روانې خبرې د بريا پر لور لاړې شي.))
دغه مدني فعال زياته کړه چې د سولې لپاره مناسب فرصت ايجاد شوی او په وينا يې افغانان بايد په هېڅ صورت دغه چانس له لاسه ورنه کړي.
د ملکي وګړو خونديتوب ډلې معترضو غړو د مزارشريف د يلمرب نهر په روانو اوبو کې د سور يا وينې رنګ په اچولو سره وويل چې په روانه جګړه کې په بېرحمانه ډول د افغانانو وينې بهول کېږي.
د دغه اعتراضي حرکت غړو يو پرېکړه ليک هم خپور کړ چې په کې د ملګرو ملتونو له امنيت شورا په ټينګه غوښتل شوي وو چې د افغان جګړې ښکېل اړخونه مجبور کړي، څو له افغان وژنې لاس واخلي.
په پرېکړه ليک کې همدا راز ويل شوي وو چې طالبان بايد تاوتريخوالی کم کړي او د اوربند په تړاو د افغانانو غوښتنو ته مثبت ځواب ورکړي.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.