Language

د [پښتو لهجوي قاموس] درې نور ټوکونه هم چاپ شول

کابل (پژواک ۱۰ لیندۍ ۹۹): د افغانستان د علومو اکاډمي د ژبو او ادبیاتو مرکز د پښتو ژبې او ادبیاتو انستیتیوت له خوا د پښتو لهجوي قاموس شپږم، اووم او اتم ټوکونه هم چاپ او خپاره شول.

د افغانستان د علومو اکاډمي د اطلاعاتو او عامه اړيکو رييس څېړنوال محمد اصف احمدزي د ليندۍ په ١٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دې قاموس لومړی، دویم، درېیم، څلورم او پنځم ټوکونه تردې مخکې چاپ شوي وو.

د هغه په وينا، په شپږم ټوک کې د [بغلان، بلخ، تخار، جوزجان، فاریاب او کندوز] ولایتونو، اووم ټوک کې د [بادغیس، دایکنډي، سرپل او غور] ولایتونو او اتم ټوک کې د [بامیان، بدخشان، سمنګان او نورستان] ولایتونو اړوند د پښتنو ځینو قبیلو لهجې ثبت او خوندي دي.

احمدزی وايي، شپږم ټوک ۶۱۱ مخونه، اووم ټوک ۴۵۰ مخونه او وروستی ټوک هم ۴۵۰ مخونه لري.

دی زياتوي، د لهجو دغه مواد د علومو اکاډمي د پوهانو او څېړونکو له خوا په اړوندو ولايتونو کې د ساحوي څېړنو په ترڅ کې راټول شوي دي.

د علومو اکاډمي د دغه مسوول په وينا، هېوادوال کولای شي دغه قاموسونه په مناسبه بیه له دوی څخه ترلاسه کړي.