ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ناټو د بهرنيو چارو وزيرانو غونډه کې د افغانستان په اړه هم بحث کېږي

د ناټو د بهرنيو چارو وزيرانو غونډه کې د افغانستان په اړه هم بحث کېږي

author avatar
1 Dec 2020 - 18:38
د ناټو د بهرنيو چارو وزيرانو غونډه کې د افغانستان په اړه هم بحث کېږي
author avatar
1 Dec 2020 - 18:38

کابل (پژواک، ١١ لېندۍ ٩٩): د ناټو سازمان د بهرنيو چارو وزيرانو دوه ورځنۍ غونډه پيل شوه، چې د نورو موضوعاتو ترڅنګ د افغانستان په اړه هم په کې بحث کېږي.

د ناټو سرمنشي جينز سټولټنبرګ پرون ماښام د بلجيم په مرکز بروکسل ښار کې د دغه سازمان د بهرنيو چارو وزيرانو له غونډې مخکې په يوه خبري کنفرانس کې وويل، چې په دې دوه ورځنۍ غونډه کې به د غړو هېوادونو او متحدينو د بهرنيو چارو وزيران د ويډيو له لارې ګډون کوي.

هغه زياته کړې، چې په دې غونډه کې به د ناټو اړوندو موضوعاتو ترڅنګ د افغان ماموريت او د افغان سولې پر موضوعاتو هم بحثونه وشي.

سټولټنبرګ ويلي، چې په دې غونډه کې به له افغانستان څخه د ځواکونو د ايستلو، شمېرې کمولو، سولې پروسې او تاوتريخوالي پر موضوعاتو هم خبرې وشي.

هغه زياته کړه چې په افغانستان کې د دوى د ماموريت موخه دا ده، څو دغه هېواد يو ځل بيا د نړيوالو ترهګرو پر مرکز بدل نه شي.

د ناټو سرمنشي وويل چې دوى له تېرو نږدې دوو لسيزو راهيسې په افغانستان کې دي او اوس په دغه هېواد کې ډېر بدلونونه راغلي دي.

خو نوموړى وايي چې له اوږدو جګړو وروسته اوس هلته د سولې يو فرصت پيدا شوى، که څه هم دغه فرصت نازک دى، خو بايد ترې استفاده وشي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.