Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کابل په پنځمه او دیارلسمه ناحیو کې د هدفي وژنو او ماین ایښودو مسوول نیول شوی

د کابل په پنځمه او دیارلسمه ناحیو کې د هدفي وژنو او ماین ایښودو مسوول نیول شوی

author avatar
1 Dec 2020 - 10:57
د کابل په پنځمه او دیارلسمه ناحیو کې د هدفي وژنو او ماین ایښودو مسوول نیول شوی
author avatar
1 Dec 2020 - 10:57

کابل (پژواک، ١١ لېندۍ ٩٩): د ملي دفاع وزارت وایي، د وسله والو طالبانو څلور کسان چې په هدفي وژنو او د ماینونو ځای پر ځای کولو کې یې رول درلود، په کابل ښار کې نیول شوي دي.

د ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه کې چې نن (د لېندۍ ۱۱مه) خپره شوې، راغلي چې دغه کسان تېره شپه د ملي اردو ځواکونو له خوا د کابل په پغمان ولسوالۍ کې نیول شوي دي.

سرچینې لیکلي چې دغو کسانو په کابل ښار کې په هدفي وژنو او په دولتي موټر پسې د چسپکي ماینونو نښلولو مسوولیت پر غاړه درلود.

د ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه کې د کابل ښار په ۵مه او ۱۳مه ناحیو کې د هدفي وژنو او د چسپکي ماینونو اېښودو مسوول مولوي صداقت مشهور په خطري، د مولوي صداقت د ګروپ د غړي او د چسپکي ماینونو نښلولو مسوول روح الله مشهور په زورکي، د طالبانو د لس کسیزې ډلې سرګروپ سمېع الله مشهور په صدیق الله او د چسپکي ماینونو د انتقال د مسوول جان اغا مشهور په لونګي نومونه یاد شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

Views: 7

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.