Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په دوحه کې د سولې مذاکراتو پر طرزالعمل د هوکړې پراخ هرکلی وشو

کابل (پژواک ۱۲ لیندۍ ۹۹): د ولسمشر غني غني په ګډون نړیوالو او بېلا بېلو لورو په دوحه کې په بین الافغاني مذاکراتو کې د دواړو لورو ترمنځ د سولې مذاکراتو پر طرزالعمل د هوکړې هرکلی کړی دی.

نن (چهارشنبه) ناوخته ‏د افغان دولت او طالبانو له خوا ګډه مطبوعاتي اعلامیه خپره شوه چې په کې راغلي: “نن چهارشنبه د بین الافغاني مذاکراتو د دواړو هیئتونو ترمنځ عمومي جلسه ترسره شوه. په دغه جلسه کې ګډې کاري کمېټې ته دنده وسپارل شوه ترڅو د اجنډا موضوعات ترتیب کړي.”

سرچينه کاږي، د دواړو مذاکره کوونکو هیئتونو تر منځ اوسني مذاکرات دا ښيي چې د افغانانو تر منځ تلپاتې سولې ته د رسېدلو لپاره اراده شته او په دې اړه دواړه خواوې ژمنې دي چې په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره خپلو رښتینو هلو ځلو ته دوام ورکړي.

د ولسمشر وياند صديق صدیقي په خپله ټويټر پاڼه کې تازه ليکلي چې ولسمشر محمد اشرف غني د اصلو خبرو د پیل او د اوربند او دایمې سولې لپاره د خلکو غوښتنې ته په پام سره د مذاکراتو پر طرزالعمل د هوکړې هرکلی کوي.

دغه راز له سپېدار څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې د ملي مصالحې د عالي شورا د مشر ډاکټر عبدالله عبدالله له قوله راغلي، د افغانستان د اسلامي جمهوريت او د ‌طالبانو د تحریک د مذاکره کوونکي پلاوي ترمنځ له مفصلو بحثونو او خبرو وروسته دواړه خواوې د مذاکراتو د پرمخ بېولو پر طرز العمل هوکړې ته رسېدلي دي.

هغه ویلي: “له شوي پرمختګه هرکلی کوو. پر طرزالعمل موافقه د سولې د اصلي بحثونو او د مذاکراتو پر اجنډا د خبرو لپاره لاره برابروي. ”

نوموړي پر طرزالعمل د هوکړې لپاره د دولت د مذاکراتي ټيم، اسانچارو هېوادونو او د کوربه هېواد قطر څخه مننه او قدرداني کړې ده.

عبدالله زیاته کړې، د مذاکراتو له دواړو خواوو څخه د خلکو هیله دا ده چې د جنګ د پای ته رسېدو لپاره له رامنځ ته شوي فرصته استفاده وکړي او هر څه ژر د تلپاتې، باعزته، سرتاسري او همه شموله سولې د راتلو لپاره زمینه برابره کړي.

د افغان سولې بهیر لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د سولې په برخه کې د نوي پرمختګ هرکلی کړی دی.

هغه په خپلې ټويټر پاڼه کې کښلي: ”موږ له دوحې د را رسېدلو خبرو هرکلی کوو، چې دواړه افغان لوري یوه مهم پړاو ته رسېدلي دي. د درېیو پاڼو دغه هوکړه به د سیاسي تګلارې او د یوه پراخ اوربند لپاره د دوی خبرو ته اصول او بهیر مشخص کړي. ”

ده زياته کړې، د افغانستان خلک اوس د سیاسي تګلارې او اوربند لپاره د چټک پرمختګ تمه کوي. موږ د دوی پر احساساتو خبر یو او ملاتړ یې کوو. ‘د سیاسي تګلارې او تلپاتې اوربند د خبرو له پیل سره سم به موږ له ټولو اړخونو سره په دې موده کې د تاوتریخوالي د پام وړ کموالي یا ان اوربند لپاره ډېرې هڅې پیل کړو.”

دغه راز د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د قطر په بین‌الافغاني مذاکراتو کې د دواړو لورو ترمنځ د سولې د مذاکراتو پر طرزالعمل د توافق هرکلی کړی دی.

دغه مطلب د هغه له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی او په کې زياته شوې، حامد کرزی هیله څرګندوي چې دواړه لوري په هېواد کې د جګړې د ختمېدو او د تلپاتې سولې د ټینګښت لپاره تر هر څه د مخه پر سراسري اوربند هوکړه وکړي او د سولی لپاره خپلې هڅې لا ګړندۍ کړي.

له بل لوري نړیوالو د افغان سولې پروسې کې د پرمختګ هرکلی کړی دی.

ملګرو ملتونو، ناټو، اروپایي ټولنې امریکا، بریتانیا او څو نورو هېوادونو په قطر کې د سولې پروسې د پرمختګ هرکلی کړی دی.

کابو لس میاشتې مخکې (د ۱۳۹۸ کال کب میاشت) د امريکا متحده ایالتونو او طالبانو ترمنـځ په دوحه کې د سولې تړون لاسلیک شو چې له مخې یې ۵۰۰۰ طالب بندیان او زر تنه د دولت کسان خوشي شول او د سولې بین الافغاني خبرې د ۱۳۹۹ کال د وږي په ٢٢مه په دوحه کې پیل شوې. په هوکړه کې راغلي چې د لاسلیک له نېټې به تر ١٤ مياشتو امريکايي ځواکونه له افغانستانه وځي.

د افغانانو تر منځ د سولې خبرو د تګلارې په اړه هغه مهال اختلاف رامنځته شو چې طالبانو د مسایلو د حل لپاره حنفي فقه او د دغو خبرو لپاره په دوحه کې د امریکا او طالبانو تړون د خبرو اصل باله، خو د دولت مرکچي پلاوي ورسره مخالفت وکړ او د دغو خبرو د مخته بېولو لپاره یې د اصل په توګه وړاندیزونه لرل چې هغه بیا طالبانو نه منل.

وروسته له هغه چې د سولې پر طرزالعمل د موافقې او نه موافقې په تړاو ناندرۍ زياتې شوې، په همدې وروستيو کې ملګرو ملتونو په دې اړه د ستونزې د هواري هڅې پيل کړې چې دا دی نن دواړه خواوې پر همدې طرزالعمل موافقې ته رسېدلي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.