ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سرچینه: د شنبې په ورځ به د سولې خبرو پر اجنډا بحث پیل شي

سرچینه: د شنبې په ورځ به د سولې خبرو پر اجنډا بحث پیل شي

author avatar
3 Dec 2020 - 21:30
سرچینه: د شنبې په ورځ به د سولې خبرو پر اجنډا بحث پیل شي
author avatar
3 Dec 2020 - 21:30

کابل (پژواک,۸ لیندۍ۹۹): په قطر کې د دولت د مرکچي پلاوي يو غړی وایي, ډېر احتمال شته چې د راتلونکې شنبې په ورځ د سولې خبرو د اجنډا په اړه د دواړو لوریو ترمنځ لومړۍ غونډه جوړه شي.

د دولت د مرکچي پلاوي دغه غړي چې نه یې غوښتل په خبر کې یې نوم واخیستل شي د لیندۍ په ۱۳مه پژواک ته وویل چې دا به د اجنډا په اړه لومړۍ غونډه وي.

هغه زیاته کړه چې راتلوونکې شنبې ورځ به د دولت او طالبانو مرکچي پلاوي د اجنډا په اړه بحث پیل کړي او بیا به هغه مهال وکتل شي چې پر کومو موضوعاتو خبرې کیږي.

سرچینه وایي, طبعا د حکومت لومړۍ موضوع اوربند دی او وبه کتل شي چې مقابل لوری لومړی په کومه موضوع بحث کول غواړي.

تېره ورځ د لیندۍ په ۱۲مه په قطر کې په رسمي توګه ددولت د مرکچي پلاوي ویاند نادر نادري پژواک ته تایید کړه چې د مقدمې په ګډون د طرزالعمل په ۲۱ټولو مادو توافق شوی او طرزالعمل نهایي چې له دې وروسته به په اجنډا بحث پیل شي,خو تراوسه د یادو شویو ۲۱مادو په اړه معلومات نه دي په ډاګه شوي.

له دې مخکې د لیندۍ په ۸مه په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکتر نعیم ویلي و چې د سولې خبرو دغه طرزالعمل د نومبر میاشتې په ۱۵مه په ۲۱مادو کې بشپړ او نهایي شوی دی.

هغه زیاته کړې وه چې د دواړو مذاکراتي ټيمونو له تایید وروسته د یاد طرزالعمل یوه نسخه یې قطر ته ورکړل شوې ده.

په کور دننه او بهر ددغه طرزالعمل د نهایي کېدو تود هرکلی وشو او دا د سولې برخه کې یو ښه پرمختګ بلل شوی دی.

د سولې خبرو د طرزالعمل په اړه هغه مهال اختلاف رامنځته شو چې طالبانو د سولې خبرو لپاره په دوحه د امریکا او طالبانو تړون د خبرو اصل (مبنا) باله خو د دولت مرکچي پلاوي ورسره مخالفت وکړ او د دغو خبرو د مخته بیولو لپاره یې د اصل په توګه نور وړاندیزونه لرل چې هغه بیا طالبانو نه منل .

دغه او په ځینو نورو مسایلو اختلاف ددې لامل شو چې دطرزالعمل په اړه بحث څه نږدې درې میاشتو ته اوږد شو او وخت ناوخته به خبرې له ځنډ سره مخ کېدې او ناستې به په خپل وخت نه ترسره کېدې.

د یادونې ده چې شاوخوا درې میاشتې مخکې په لومړي ځل په قطر کې د افغانستان دولت او طالبانو د مرکچي پلاوو ترمنځ په رسمي توګه د سولې خبرې پیل شوې.

د رسمي خبرو له پیل وروسته د دولت او طالبانو د مرکچي پلاوو له غړو د تماس ډله وټاکل شوه ترڅو د سولې خبرو د اجنډا او نورو غونډو لپاره طرزالعمل نهایي کړي.

 

Views: 5

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.