غزني ښار (پژواک، ١٣ ليندۍ ٩٩): د حکومت د پرېکړې خلاف د غزني په يو شمېر ولسواليو کې د وسله والو طالبانو په امر له زده کوونکو د څلورنيم مياشتنۍ ازموينه اخيستل شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې په روان کال کې د کرونا ويروس د خپرېدو له امله د يو شمېر نورو دولتي بنستونو ترڅنګ ښوونځي هم د اوږدې مودې لپاره رخصت شوي وو، خو د وږي مياشتې په لومړۍ نېټه ښوونځي بېرته پيل شول.
حکومت هم څه موده وړاندې اعلان وکړ چې په سړو سيمو کې له اول تر شپږم پورې ټولګي بايد د ليندۍ په لومړۍ نېټه او له اووم تر دوولسم تولګي پورې بايد د ليندۍ په ١٥ مه نېټه رخصت شي.
حکومت دا هم ويلي چې د څلور نيمو مياشتو ازموينه هېڅ نه اخيستل کيږي او يواځې کلنۍ ازموينه د راتلوونکي کال په پيل کې اخيستل کيږي.
خو د غزني په ده يک ولسوالۍ کې يو تن ښوونکي سيدعبدالله پژواک ته وويل چې د طالبانو په امر دوى له زده کوونکو څخه د څلور نيمو مياشتو ازموينه اخيستې ده.
دى وايي: ((طالبانو امر وکړ چې له شاګردانو د څلور نيمو مياشتو ازموينه واخلئ موږ هم همدا کار وکړ او ښوونځي مو د قوس په لومړۍ نېټه رخصت کړل.))
دغه راز د اندړو ولسوالۍ يو تن ښوونکي محمد داوود هم ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل چې د دوى په سيمه کې د ښوونځيو ټولې چارې د وسله والو طالبانو په خوښه تنظميږي او حکومت په کې ډېر رول نه لري.
دى وايي: ((دلته چې هرڅه کيږي، د طالبانو په خوښه او امر کيږي، ان ښوونکي هم د دوى په خوښه مقرريږي.))
د هغه په وينا، طالبانو امر کړى چې د نوي کال له پيل وړاندې بايد د ښوونځيو کلنۍ ازموينه هم واخيستل شي.
د اړوندې موضوع په اړه د غزني د پوهنې رييس مجيب الرحمن انصار د طالبانو له لوري د ازموينې اخيستو مسله نه رد او نه يې هم تاييد کړه، خو زياته يې کړه چې د هغو ولسواليو ازموينې دوى اخيستي چې ډېرې سړې وې او زده کوونکي يې هم رخصت کړي دي.
ده وويل چې د پوهنې وزارت له لارښوونې سره سم به د ښوونځيو کلنۍ ازموينه په ټاکل شوي وخت کې واخيستل شي.
بل لورته د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې دوى په خپلو سيمو کې خپل درسي بهير لري.
دى وايي: ((موږ په دې برخه کې په حکومت هېڅ کار نه لرو، موږ د ثور مياشت کې ښوونځي پيل کړل، وخت يې پوره شوى و او له زده کوونکو مو ازموينه واخيسته.))
مجاهد زياتوي چې د دوى د پوهنې کمېسيون له پرېکړې سره سم يوه نيمه مياشت وروسته دغه ښوونځي بېرته پيليږي او د راتلوونکي کال له پيل وړاندې کلنۍ ازموينه هم اخيستل کيږي.
د يادونې ده چې د افغانستان د درسي بهير له مخې په هرکال کې نهه مياشتې ښوونځي فعاله وي او په دغه موده کې له زده کوونکو څخه دوه ځلې څلورنيم مياشتنۍ او کلنۍ ازموينه اخيستل کيږي.