کابل (پژواک، ۱۳ لیندۍ ۹۹) : د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر سولې د سلا مشورو لپاره د قطر په لوري روان شوی دی.
خلیلزاد د لیندۍ په ۱۳مه، په ټویټر کې لیکلي چې قطر ته په لاره به لومړی انقرې ته ځي او هلته به د ترکیې له چارواکو سره پر افغان سولې پروسې خبرې اترې کوي.
هغه زیاته کړې چې له ترکیې به نیغ په نیغه قطر ته ځي چېرته به چې د بین الافغاني مذاکراتو دواړو لوریو سره د لیدنو ترڅنګ پر طرز العمل د شوې موافقې او پرمختګونو په اړه د خبرو ترڅنګ هغوی و هڅوي چې نورو پرمختګونو سره هر اړخیز اوربند ته لاره هواره کړي.
خلیلزاد وایي چې تر قطر وروسته به د افغان سولې په تړاو د ملاتړ ترلاسه کولو په موخه یو شمیر نورو هیوادونو ته هم سفر کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې پرون په قطر کې د افغان دولت او طالبانو لخوا په یوه ګډه اعلامیه کې د مقدمې په ګډون د طرزالعمل په ۲۱ټولو مادو توافق اعلان شو.
په اعلامیه کې راغلي چې ډیر ژر به به پر اجنډا بحث پیل شي,خو تراوسه د یادو شویو ۲۱مادو په اړه معلومات نه دي په ډاګه شوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP