Language

 “خلک داسې سوله غواړي چې حقونه یې او ملي ګټې په کې خوندي وي”

کابل(پژواک، ۱۳ ليندۍ ۹۹): په کابل کې د سلګونو ښځو په ګډون د جوړې شوې غونډې ویناوالو د سولې د بین الافغاني خبرو له مرکچې پلاویو د اوربند او داسې سولې غوښتنه وکړه چې د خلکو حقونه په کې خوندي وي.

«افغان ښځې په هېواد کې تلپاتې اوربند او با عزته سوله غواړي» تر عنوان لاندې دغه غونډه نن د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت په نوښت په دغه وزارت کې جوړ شوې وه.

د افغانانو تر منځ د سولې خبرې شاوخوا دوه میاشتې مخکې په قطر کې پیل شوې دي. دواړو لوریو تېره ورځ (د لیندۍ په ۱۲)  وویل چې د سولې د خبرو پر تګلاره هوکړه وروستۍ شوې او ګډې کاري کمېټې ته دنده سپارل شوې چې د سولې خبرو اجنډا جوړه کړي.

د کابل پوهنتون د محصلینو اتحادیې غړې تهمینه میرزایي د سولې په تړاو یاده جوړه شوې غونډه کې د افغانستان پر دولت او طالبانو غږ وکړ چې اوربند دې وکړي او داسې سوله راولي چې د افغان ښځو د تېرو کلونو لاسته راوړنې په کې وساتل شي.

هغې وویل، چې د روانې جګړې له امله د هېواد په ټولو ولایتونو کې ډېرې ښځې بې سرپرسته شوې او له سختو ناخوالو سره لاس او ګریوان دي.

د ژورنالېستانو د ټولنې غړې تهمینه حمید هم په دغې غونډه کې وویل چې افغانې مېرمنې د کورنۍ تاوتریخوالي، اجباري ودونو او زده کړو ته د نه لاسرسې ترڅنګ د روانو جګړو له امله هم ځوریږي او د کورنۍ غړي له لاسه ورکوي.

هغې وویل، طالبان دې په دې پوه شي چې د جګړو دوام هیڅ ګټه نه کوي او د سولې راتګ لپاره دې اوربند وکړي.

د هغې په وینا، خلک له جګړې ستړي دي او داسې سوله غواړي چې حقونه یې او ملي ګټې په کې خوندي وي.

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر محب الله صمیم د سولې په تړاو یادې غونډې ته د وینا پر مهال وویل، له څلورو لسیزو راهيسې افغان ښځې د جګړو قرباني شوي او د سولې په خبرو کې باید د ښځو غږ  واورېدل شي او حقونو ته یې درناوى وشي.

د هغه په وینا، حکومت هڅه کوي چې هېواد کې تلپاتې سوله راشي، خو د تل پاتې سولې د راتګ لپاره اړینه ده چې لومړی اوربند وشي تر څو افغانان خپلو هېلو ته ورسیږي.

صمیم د چا نوم وانه خیست خو ویې ویل: «زه د هر هغه کس لپاره دا شرم بولم چې د افغانانو په وژنه او په وینه تویولو امتیاز اخلي.»

 

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.