Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ولسمشر له بهرنيو سفيرانو سره د سولې د وروستيو پرمختګونو په اړه خبرې وکړې

کابل (پژواک، ١٣ ليندۍ ٩٩) : ولسمشر اشرف غني په افغانستان کې د ناټو او اروپايي ټولنې له سفيرانو سره د سولې د وروستيو پرمختګونو په اړه خبرې اترې وکړې.

له ارګ څخه د ليندۍ په ١٣مه، پژواک اژانس ته په يوه رااستول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغو کتنو کې د اروپایي ټولنې سفیرانو ولسمشرغني ته په سولې پروسه کې د وروستیو پرمختګونو مبارکي وویله همدا راز دواړو لوریو د افغانستان لپاره د جینوا کنفرانس پر تعهداتو او د هغو پر عملي کولو بحث او خبرې وکړې.

سرچينې زياته کړې، دوی د سولې د پرمختګونو په اړه د افغانستان اسلامي جمهوري دولت هڅې وستایلې او ويې ویل، دغه پرمختګونه باید اساسي مذاکراتو ته لار پرانېزي.

په خبرپاڼه کې راغلي، په همدې ترتیب د اروپايې ټولنې سفیرانو په سولې مذاکراتو کې پرمختګ د سملاسي اوربند د ټینګښت لپاره مهم وباله او په ملي روغې جوړې عالي شورا کې یې د پرمختګونو هرکلی وکړ.

د يو بل خبر له مخې، ولسمشر محمداشرف غني پرون مازیګر په افغانستان کې د ناټو ملکي سفیر سټیفانو پوټنيکورو سره هم وکتل.

سرچينې ويلي، د ناټو ملکي سفیر په دغه کتنه کې ولسمشر غني ته په سولې پروسه کې د وروستیو پرمختګونو مبارکي وویله، همداراز دواړو لوریو له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د ناټو سازمان د دوامدار ملاتړ او د افغانستان لپاره د جینوا کنفرانس د بریالي ترسره کېدو په اړه بحث او خبرې وکړې.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.