Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ننګرهار د پچیراګام ولسوالۍ د تورې بوړې لاره پرانيستل شوه

جلال اباد (پژواک، ١٣ ليندۍ ٩٩): د پژواک اژانس د خبر تر خپرېدو وروسته د ننګرهار د والي په لارښوونه د پچیراګام ولسوالۍ د تورې بوړې او سلیمانخېلو لاره چې له کلونو راهیسې بنده وه، د خلکو او ترافيکو پر مخ پرانيستل شوه.

دوه ورځې مخکې د پچیراګام ولسوالۍ د تورې بوړې سيمې سلګونه اوسېدونکو د امنيتي ځواکونو له لوري د دوی پر وړاندې د موټرو د لارې د بندېدو په غبرګون کې لاريون وکړ.

دوی د لېندۍ په ۱۱مه د دغې ولسوالۍ مخې ته ورټول شوي وو او د لاريون پر مهال يې خپل حق او د لارې د خلاصون غوښتنې کولې.

ځايي خلک وايي، له تېرو ۱۵ مياشتو راهيسې امنيتي ځواکونه تورې بوړې سيمې ته موټر نه ورپرېږدي چې خلک يې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي او حتی يو شمېر ناروغانو د موټرو د نشتوالي له امله روغتون ته پر لاره ساه ورکړې ده.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د ليندۍ په ١٣مه، پژواک اژانس ته وويل، چې والي  ضیاالحق امرخېل له خلکو سره د ژمنې له مخې او د پژواک اژانس د راپور تر خپرېدو وروسته د یو پلاوي د ګومارنې او په سیمه کې له ارزونې وروسته د سلیمانخېلو لاره د ترافیکو پرمخ پرانیستل شوه .

امرخېل ويلي، په یاده سیمه کې لسګونه کورنۍ مېشتې دي، خلکو یې د امنیت تامین برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې او ولایتي ادارې هم ورته د اسانتياوو برابرېدو په موخه لار پرانیستله .

د سیمې اوسېدونکو د ننګرهار له والي څخه مننه کړې چې د اسانتياوو برابرولو په برخه کې يې مرسته وکړه او عملاٌ یې ورته لار پرانیستله .

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.