ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د امريکا لوى درستيز: په افغانستان دوه لويې پوځې اډې ساتو

د امريکا لوى درستيز: په افغانستان دوه لويې پوځې اډې ساتو

author avatar
3 Dec 2020 - 16:21
د امريکا لوى درستيز: په افغانستان دوه لويې پوځې اډې ساتو
author avatar
3 Dec 2020 - 16:21

کابل (پژواک، ١٣ ليندۍ ٩٩): د امريکا د ګډو ځواکونو لوى درستيز وايي چې پنټاګون په افغانستان کې د سرتېرو کمولو پلان تصويب کړى، خو دوه لويې پوځې اډې به يې وي.

د امريکا د ګډو ځواکونو لوی درستیز جنرال مارک مېلي دغه څرګندونې پرون له رويټرز خبرى اژانس سره د يوې مرکې په ترڅ کې کړې دي.

مېلي وايي چې پنتاګون د امریکایي سرتېرو د کمولو پلان تصویب کړی؛ خو دا هېواد به په افغانستان کې دوه لویې پوځي اډې ولري.

مارک مېلي دا هم ویلي، چې پر دغو دوه امریکایي اډو سربېره به په افغانستان کې د سپوږمکیو څو اډې هم وساتل شي.

مېلي زیاته کړې چې په افغانستان کې به د امریکايي ځواکونو له کمېدو سره سره له افغان ځواکونو سره دوى همکاري او د داعش او القاعدې پر وړاندې عملیاتي ماموریت روان وي.

دا په دا سې حال کې ده چې څه موده وړاندې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ويلي و چې په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر ۲۵۰۰ ته راکموي.

د يادونې ده چې امريکا دا مهال په افغانستان پنځه سترې او نورې وړې اډې هم لري.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.