ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ګردېز ښار د تېرې شپې چاودنې خلکو ته شاوخوا ۱۵ ميليونه افغانۍ زیان اړولی

د ګردېز ښار د تېرې شپې چاودنې خلکو ته شاوخوا ۱۵ ميليونه افغانۍ زیان اړولی

author avatar
4 Dec 2020 - 12:27
د ګردېز ښار د تېرې شپې چاودنې خلکو ته شاوخوا ۱۵ ميليونه افغانۍ زیان اړولی
author avatar
4 Dec 2020 - 12:27

ګردېز (پژواک، ۱۴ لېندۍ ۹۹): خلک او چارواکي وايي چې په ګردېز ښار کې د تېرې شپې په موټربم چاودنه کې پر ځاني زيان سربېره خلکو ته ميليونه افغانۍ مالي زيان هم اوښتی دی.

تېر ماخوستن شاوخوا ۶:۲۵ دقيقې د ګردېز ښار په دوه سړکه ساحه کې موټربم چاودنه وشوه چې د مسوولينو په خبره، د ملي امنيت درې سرتېري په کې وژل شوي او ۱۹ ملکي وګړي ټپيان دي.

د پکتيا والي پژواک ته وويل چې چاودنه له لرې ځايه پر ريموټ کنټرول باندې د ټوډي موټر په وسیله شوې ده.

په ياده سيمه کې پر طبي شرکتونو، ډاکترانو او مطبعو سربېره عزيزي او اسلامي بانکونو ته هم زیات مالي زيان اوښتی دی.

يو عيني شاهد محمد شاهد وايي چې چاودنه خورا زوروره وه او تر ډېر لرې ځايونو يې د کورونو او دوکانونو ښيښې ماتې کړې او زيات کسان د ښيښو له امله هم ټپيان شوي دي.

شاهد وويل: ((دلته نږدې زموږ اتاق دی، همدې وخت کې مو دېګ باندې کړی و، ډېر سخت درز شو، شيشې او دروازې راوغوځېدې، ښه وه چې کمپلو کې پټ و، که نه زخميان شوي به وو.))

حاجي عبدالله د ښار او ګڼې ګوڼې په ځايونو کې د چاودنو سخته غندنه کوي او وايي چې وسله والو طالبانو له خلکو سره ښکاره دښمني پيل کړې ده.

نوموړي زياته کړه: ((دلته ټول خوار او غريب ته د سر او مال تاوان دی، دا سراسر ظلم دی، کفر دی.))

د ويجاړ شوو مارکېټونو د هټيوالو له ډلې قاري خانزاده وويل چې که د وسله والو طالبانو مشرتابه رښتيا افغانان خپل ولس بولي او مشرتابه يې سولې ته ژمنه وي، بايد نور له دې ډول ناوړه بريدونو لاس واخلي.

خانزاده زياته کړه: ((دلته د دواګانو ډېر شرکتونه او دواخانې دي، دا هر يو شرکت ته شپږ، اووه، اته لکه افغانۍ تاوان رسېدلی دی. زما ګاونډي دلته درې دوکانونه لري، تقريباً ۱۷ لکه افغانۍ تاوان ورته اوښتی دی.))

د پکتيا د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي چې وسله وال طالبان بايد عامه شتمنيو ته له زيان اړولو ډډه وکړي.

د يادې خونې مشر عبدالنصير عالميار پژواک ته وويل، دا څویم ځل دی چې په دې سيمه کې خصوصي سکتور او پانګه والو ته زيات مالي زيان اوړي او له دولتي بنسټونو غواړي چې د څه مودې لپاره ورته د ماليې معاف کولو يا نورو لارو ور سره همکاري وکړي.

عالميار زياته کړه: ((زموږ بررسي روانه ده، خو تر اوسه شاوخوا ۱۵ ميليونه افغانۍ ويلی شو. په دې ځای او خاصتا ښار کې ډېر ځله زموږ خصوصي سکتور زيانمن شوی دی، هيله من يو چې وسله والې ډلې خلکو ته زيان وانه ړوي او دولت هم د دوی په ساتنه کې ټول کوشش وکړي.))

که څه هم ورته بريدونه تل وسله وال طالبان کوي، خو ډېر مهال د هغو بريدونو په اړه څه نه وايي چې خلکو ته په کې زيات مالي او ځاني زيان اوړي.

يادې ډلې تر اوسه په دې اړه هم رسنيو ته څه ندي ويلي.

Views: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.