ګردېز (پژواک، ۱۵ لېندۍ ۹۹): د جګړو له امله د پکتيا له بېلابېلو ولسواليو د دغه ولایت مرکز ګردېز ته راکډه شوې کورنۍ وايي، که جګړه نه وای، د کډوالۍ له سختيو به خلاص وو او په خپل کور کلي کې به اوسېدل.
دوی وايي چې د جګړو له امله یې خپل کورونه پرېیښي او اوسمهال په نورو ځايونو کې په کرايي کورونو کې د مسافرۍ او مهاجرت ژوند کوي.
د دوی له ډلې سايرې پژواک ته وويل چې په سيمه کې ترې وسله والو طالبانو په زور ډوډۍ غوښته، خو په خبره يې چې دوی ان د ځان لپاره په ستونزه ډوډۍ پيدا کوله.
نوموړې وايي چې اوسمهال په ګردېز کې په يوه کرايه کور کې اوسېږي او کوچني زامن يې په ښار کې لاسي کراچۍ چلوي او يا د خونې ګرمولو لپاره کاغذونه ټولوي.
هغې زياته کړه: ((جنګونه ډېر وو، طالبانو مړۍ رانه غوښته، ويل يې يا مړۍ راکړئ يا مو په ډزو ولو، خو موږ د مړۍ ورکولو وس نه لاره؛ اوس په کرايه پراته يو، ولا که د لرګيو او وړو وس هم لرو، ماشومان کارتنونه راټولوي بيا په کيلو وړه راوړي، ډېر يخ دی، ډېر زيات مشکل کې يو.))
د زرمت اوسېدونکی جمعه خان وايي چې د وسله والو طالبانو له خوا د جګړو ډېرېدو خلک د کور، کلي پرېښودو ته اړ کړل او اوسمهال په اتفاق مېنه کې مېشت دي.
جمعه خان وويل چې په کلي کې يې په خپله کرونده کې د کار له لارې خپلې ورځنۍ اړتياوې پوره کولې، خو اوسمهال هره ورځ دې ته په تمه وي چې څوک يې د مزدورۍ لپاره له ځان سره کار ته بوځي.
نوموړي زياته کړه: ((مشکلات مو بېخي ډېر دي، ژوند ډېر خراب شوی، هر څه ګډوډ دي، ژمی هم راغی، نه پوهېږو څه وکړو، د جګړو له امله دربدره شو.))
د ميرزکې اوسېدونکی نصيب ګل وايي چې د بېځايه کېدو له امله يې نورو ته د مرستې سترګې نيولې او په دې تمه وخت تېروي چې ګواکې دولتي او غير دولتي ادارې يې د ژمي په سوړ موسم کې لاس ونيسي.
نوموړی پر سوله ټينګار کوي او پر دولت سربېره د وسله والو طالبانو له مشرتابه غواړي چې د خلکو ستونزو ته په کتو نور له تاوتريخوالي لاس واخلي.
هغه زياته کړه: ((د جګړو له لاسه مو کورونه او هر څه رانه پاتې شول، که جګړه نه وای، هر چا به په ارام زړه يوه ګوله ډوډۍ پيدا کوله؛ اوس خو څوک چېرته په ډاډه زړه کار هم نه شي کولی.))
يو شمېر نورو کډوالو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومته يې د مرستو غوښتنه وکړه.
د پکتيا ولايت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ريیس عبيدالله مرهوني وايي چې سږ کال د جګړو له امله په دغه ولايت کې سلګونه کورنۍ بېځايه شوې او ګڼ شمېر نورې هم د بېځايه کېدو په حالت کې دي.
مرهوني وويل چې ډېر خلک له زرمت، سيد کرم او ميرزکې ولسواليو بېځايه شوي دي.
نوموړي زیاته کړه: ((د داخلي بېځايه شوو پروسه دوامدارده ده، شايد د کال تر اخره ارقام تغيير وکړي او هره لحظه زيات شي؛ ډېر خلک ګردېز ته راځي او ځيني يې کابل يا نورو ولايتونو ته ځي.))
له تېرو دوو يا درېیو کلونو راهيسې يوازې له زرمت ولسوالۍ چې د وسله والو طالبانو د فعاليت عمده ځای دی، شاوخوا څلور زره کورنۍ کډوالې شوې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP