ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرنې وزارت: د افغانستان یوازې پنځه سلنه خاوره په بشپړ ډول د کرکېلې وړ ده

د کرنې وزارت: د افغانستان یوازې پنځه سلنه خاوره په بشپړ ډول د کرکېلې وړ ده

author avatar
5 Dec 2020 - 19:54
د کرنې وزارت: د افغانستان یوازې پنځه سلنه خاوره په بشپړ ډول د کرکېلې وړ ده
author avatar
5 Dec 2020 - 19:54

کابل (پژواک، ۱۵ لېندۍ ۹۹): د کرنې وزارت وايي، د افغانستان يواځې پنځه سلنه خاوره په بشپړه توګه د کرکېلې وړ ده او ۱۸ سلنه نوره يې په منځنۍ کچه د کرکېلې وړ ګڼل کېږي.

له دغه وزارته پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نن شنبه (د لېندۍ ۱۵مه) د خاورې نړیواله ورځ ده او دا ورځ هر کال نمانځل کېږي.

سرچينې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزير ډاکټر انوارالحق احدي له قوله ليکلي، د دې ورځې د نمانځنې موخه د خاورې د اهمیت په هکله عامه پوهاوی، د خاورې مطالعه، حفاظت او د خاورې مناسب مدیریت دی. د خاورې نړیوالې شبکې او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په همغږۍ هر کال دا ورځ په ځانګړې شعار سره نمانځل کېږي. د دې ورځې د نمانځنې سږنظ شعار «خاوره ژوندۍ وساتئ او د خاورې حیاتي تنوع خوندي کړئ» ده.

احدي زياتوي، دا چې پوه شو کومه خاوره روغه خاوره ده او څنګه کولای شو چې ضعیفه خاوره بېرته غني کړو، پراخو معلوماتو په ترلاسه کولو سره شونې ده. په همدې موخه د کرنې وزارت د خاورې پېژندنې څېړنیز ریاست، په نړیوالو معیارونو برابر او په ملي کچه د خاورې سروې پیل کړی دي، چې تر دې دمه یې په ۱۲ ولایتونو کې ۴۵ ولسوالۍ تر پوښښ لاندې نیولې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، یاده سروې د ۱۴۰۳ کال تر پایه د افغانستان ټوله خاوره سروې کوي او تفصیلي معلومات یې برابروي.

Views: 7

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.