ښرنه (پژواک، ١٥ لېندۍ ٩٩): د پکتيکا امنيتي چارواکي وايي چې د وسله والو طالبانو په بريد کې د اورګون زون د سيمه ييزو پوليسو عمومي قوماندان وژل شوى دى.
د پکتيکا د امنيې قوماندانۍ وياند شاه محمد ارين د لېندۍ په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د اورګون ولسوالۍ په پيرکوټي سيمه کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ مخامخ نښته شوې ده.
ده وويل چې په دې نښته کې د اورګون زون د نهو ولسوايو د سيمه ييزو پوليسو قوماندان عيد محمد مشهور په مملي وژل شوى او د طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نشته دي.
د شاه محمد ارين د معلوماتو له مخې، عيد محمد له ١٨ کلونو راهيسې د پوليسو په ليکو کې دنده ترسره کوله او د يوې مودې لپاره یې په دغه ولايت کې د ځانګړو ځواکونو د قوماندان عزيزالله کاروان د مرستيال په توګه هم دنده ترسره کړې وه.
دغه راز د اورګون یوه اوسېدونکي وطنمل افغان پژواک ته وويل چې قوماندان عيد محمد تېره شپه وژل شوى دى.
هغه وايي: ((قوماندان مملى ډېر تکړه سړى و، د دې سيمې د امنيت په راوستو کې یې ډېرې هلې ځلې کړې وې، خو بېګاه وژل شوى دى.))
بل لور ته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.