ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغان دولت او طالبانو کاري کمېټې د سولې خبرو پر اجنډا خبرې پیل کړې

د افغان دولت او طالبانو کاري کمېټې د سولې خبرو پر اجنډا خبرې پیل کړې

author avatar
5 Dec 2020 - 19:32
د افغان دولت او طالبانو کاري کمېټې د سولې خبرو پر اجنډا خبرې پیل کړې
author avatar
5 Dec 2020 - 19:32

کابل (پژواک، ۱۵ لیندۍ ۹۹): په قطر کې د دولت د مرکچي پلاوي وياند نادري وايي چې د افغان دولت او طالبانو کاري کمېټې نن د سولې خبرو پر اجنډا خبرې پیل کړې.

نادر نادري ويلي چې د افغانستان د دولت او مقابل لوري ترمنځ د اجنډا موادو د ترتيبولو لپاره د ګډې کمېټې لومړۍ ناسته نن (د لیندۍ ۱۵مه) جوړه شوه.

ده زياته کړې، په دې ناسته کې د اجنډا پر اړوندو مسايلو بحث وشو او د دې ګډې کمېټې ناسته به سبا هم دوام ولري.

شاوخوا درې میاشتې مخکې په لومړي ځل په قطر کې د افغانستان دولت او طالبانو د مرکچي پلاوو ترمنځ په رسمي توګه د سولې خبرې پیل شوې.

د رسمي خبرو له پیل وروسته د دولت او طالبانو د مرکچي پلاوو له غړو د تماس ډله وټاکل شوه ترڅو د سولې خبرو د اجنډا او نورو غونډو لپاره طرزالعمل نهایي کړي.

له ډېرو بحثونو او ناندریو وروسته، درې ورځې مخکې (د لیندۍ ۱۲مه) د افغان دولت او طالبانو د سولې مذاکراتو پر طرزالعمل توافق وشو.

تردې يوه ورځ وروسته (د لیندۍ ۱۳مه) په قطر کې د دولت د مرکچي پلاوي يوه غړي پژواک ته ويلي و، ډېر احتمال شته چې د راتلونکې شنبې په ورځ د سولې خبرو د اجنډا په اړه د دواړو لوریو ترمنځ لومړۍ غونډه جوړه شي.

سرچينې زياته کړې وه، طبعا د حکومت لومړۍ موضوع اوربند دی او وبه کتل شي چې مقابل لوری لومړی په کومه موضوع بحث کول غواړي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.