کابل (پژواک، ۱۵ لېندۍ ۹۹): د ننګرهار په مرکز جلال اباد او د دغه ولایت په بهسود او کامې ولسوالیو کې د یو اېن ډي پي او د ساتنې په لور خوځښت موسسې له خوا په ګډه له فساد سره د مبارزې لپاره د ځوانانو ټولنه جوړه کړې ده او د جلال اباد په ښار او کامې او بهسودو ولسوالیو کې یې له فساد سره د مبارزې په برخه کې کار کړی دی.
یو اېن ډي پي د ډنمارک سفارت په مالي ملاتړ د یادې ټولنې غړو ته له فساد سره د مبارزې په برخه کې روزنه ورکړې او له فساد سره د مبارزې، روڼوالي او څرګندوالي عمل پروژې بروشرونه یې هم پرې وېشلي دي.
د بهسود ولسوالي:
د ساتنې په لور خوځښت موسیسې (MPO) مدیر میرعلم شینواري پژواک خبري اژانس ته وویل چې د ځوانانو یادې ټولنې غړو د بهسود ولسوالۍ د پراختیايي شورا په اړه له سیمه ییزو خلکو سره هغه قضیه څېړلې چې دې شورا د کلیو پراختیا وزارت له لوري د بیارغونې په اړه بودجه ترلاسه کړې وه.
د یادې څېړنې پر اساس، د دې ولسوالۍ پراختیايي شورا غړو د بیارغونې لپاره په ورکړل شوې یاده بودجه باندې خپل شخصي کارونه کړي دي. دغه راز د ولسوالۍ شورا مشر ۲۰ بوجۍ هغه سمنټ چې د کوڅو پخولو لپاره دامان ساحې ته ځانګړي شوي وو هم غلا کړي دي.
د ځوانانو ټولنې د سیمې خلکو په ګډون په دې اړه یوه غونډه ونیوه؛ د غونډې ګډون کوونکو د قضیې په اړه بحثونه وکړل، په دې ترڅ کې د سیمې ملک او د شورا غړو ژمنه وکړه چې د ټولو لګښتونو په اړه به خلکو ته وضاحت ورکړي.

د ځوانانو ټولنې خلکو ته سپارښتنه وکړه چې د ولسوالۍ پراختیايي شورا د جوړښت په اړه دې له سره غور وکړي او داسې څوک دې د شورا د مشر په توګه وټاکي چې رښتنی او مناسب وي. په غونډه کې همدارنګه د کلي امام او سپین ږیرو ته وویل شول څو د شورا له مشر سره وویني او ورته ووایي چې غلا شوي سمنټ د ټول کلي حق دی چې باید بېرته راوړل شي.
بلخوا د سیمې خلکو د ځوانانو ټولنې ته شکایت وکړ چې ملک او ځايي چارواکي پر ځوانانو نشه يي توکي پلوري او یادې ټولنې هم له ملک او ځايي چارواکو وغوښتل څو د دې ډول ناوړه کارونه مخه ونیسي.
وروسته د سیمې خلکو او ملک د یادې ستونزې د هواري په موخه له ولسوال او د ولسوالۍ له امنیتي چارواکو سره وکتل، هغوی هم ژمنه وکړه چې د دې ناقانونه کړنو په اړه به اړین اقدامات کوي.
همدارنګه د دې په دوام د ځوانانو ټولنې په بله غونډه کې چې په اګسټ میاشت کې جوړه شوې وه، خلکو د ځايي چارواکو له کړنو رضایت څرګند کړ او له هغوی یې وغوښتل چې د نشه يي توکو د پلور مخه ونیسي.
هغوی د ټولنې غړو ته په خطاب کې وویل:”موږ نه دي لیدلي چې چا دې دلته نشه يي توکي استعمال کړي وي، موږ پوهېږو چې زموږ ځوانان او ماشومان له دې ناورین څخه خوندي دي.”
د کامې ولسوالي:
د کامې ولسوالۍ په روغتیایي مرکز کې له ناروغانو سره د مور او میرې چلند کېږي؛ عام او بېوزله ناروغانو سره په درملنه کې سم چلند نه کېږي او وړیا درمل هم نه دي ورکړل شوي. دغه قضیه د ځوانانو شورا ته د ځایي خلکو له خوا وړاندې شوه څو ورته یوه د حل لار ومومي.
د وړیا درملو ترلاسه کولو لپاره ځایي خلک دې ته اړ کېږي څو د درملو په بدل کې دولتي کلینیک ته پیسې ورکړي.
د ځوانانو شورا د یادې ولسوالۍ په روغتیايي مرکز کې د وړیا درملو نه ترلاسه کولو په اړه له ځايي خلکو وپوښتل، د دې پلټنې په ترڅ کې معلومه شوه چې درمل یواځې هغو کسانو ته ورکول کېږي چې په بدل کې یې یو څه پیسې ورکوي.
د ځوانانو شورا غړو د کلینیک له مشرتابه سره په لیدنه کې د فساد د مخنیوي په اړه بحث وکړ او ویې ویل چې د اساسي قانون د ۵۲مې مادې له مخې، فساد د دې لامل کېږي چې خلک خپل حقونه ترلاسه نه کړي.

د اساسي قانون ۵۲مه ماده داسې وایي:” دولت به خلکو ته د قانون په چوکاټ کې وړیا روغتیایي امکانات او مرستې رسوي.”
د کلینیک کارکوونکو او ډاکترانو د ځوانانو شورا ته ډاډ ورکړ چې داسې کړنې به په راتلونکي کې نه ترسره کېږي او خلکو ته به درمل په وړیا ډول ورکول کېږي.
دغه راز د ځوانانو شورا د نورو قضیو د ثبت لپاره په کلینیک کې د شکایتونو لپاره صندوق کېښود او ویې ویل چې له دغه صندوق څخه په دوامدار ډول نظارت کېږي.
بلخوا بیا ځینو خلکو د ځوانانو یادې شورا ته د یوه قصاب له خوا د حرامو غوښو د پلور په اړه شکایت وکړ؛ د یادې شورا د پلټنو په پایله کې څرګنده شوه چې قصاب حرامه غوښه پلوري چې وروسته یې ښاروالي په جریان کې کړه او یاده قصابي یې ور وتړله.
د دې لپاره چې په راتلونکي کې دغه کار ونه کړي، په قصابي کې شته غوښه یې سیند ته وغورځوله خو په سبا یې دغه قصابي بیا خلاصه شوه.
د ځوانانو شورا د څېړنو له مخې، ښاروالۍ د رشوت په اخیستو سره قصابۍ ته بیا د فعالیت اجازه ورکړې وه.
دا قضیه لا هم د ځوانانو شورا له خوا تر څېړنې لاندې ده.
جلال اباد:
دغه راز د ځوانانو شورا غړو د خپلو کمپاینونو پر مهال د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د سړک غاړو ترکاري خرڅوونکي ولیدل چې د ښاروالۍ له کارکوونکو یې شکایت درلود.
یادو ترکاري پلورونکي وايي چې د ښاروالۍ کارکوونکي له دوی د دې لپاره پیسې غواړي چې دلته یې د کار اجازه ورکړې ده.
د ځوانانو شورا په دې اړه د جلال اباد له ښاروالۍ سره لیدنه وکړه خو د ښاروالۍ مسوولینو د ترکاري پلورونکو یاد تورونه رد کړل خو په دې اړه د ځوانانو شورا لا هم خپلې څېړنې نه دي درولې.

د ډسمبر ۹مه له فساد سره د مبارزې نړیواله ورځ ده. له فساد سره جګړه اوس یوه نړیواله پدیده بلل کېږي، په داسې حال کې چې فساد هر هېواد اغېزمنوي خو اسناد ښیي چې بېوزله خلک له دې پدیدې ډېر زیانمنېږي.
فساد د پراختیايي موخو لپاره یو لوی خنډ رامنځته کړی، د ډیموکراسۍ او قانون پلي کېدو پر وړاندې ګواښ دی، د انساني حقونو د ترپښو لاندې کېدو ته لار هواروي، سوداګریز بازارونه او ژوند کیفیت له منځه وړي. همدارنګه جرمونو ته لار برابروي او د انسان د ژوندانه مصئونیت ته خطر پېښوي. دغه راز فساد بې ثباتي او فقر ډېروي او د حساسو هېوادونو په ړنګېدو کې اساسي رول لوبوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP