جلال اباد (پژواک، ۱۵ لېندۍ ۹۹): د ننګرهار د عدليې رياست چارواکي وايي چې روان ۱۳۹۹ کال یې د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې ۲۹۶۴ جريبه دولتي ځمکه له غاصبينو را ګرځولې او اړوندو ادارو ته يې تسليم کړې ده.
د عدليې رييس مستو خان هلال دا څرګندونې د لېندۍ په ۱۵مه د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر کې د خبري کنفرانس پر مهال وکړې.
په دغه کنفرانس کې هلال د ياد رياست د ۱۳۹۹ کال د فعاليتونو او لاسته راوړنو په تړاو له خبريالانو سره معلومات شريک کړل.
هغه زياته کړه چې د دولتي قضيو په برخه کې ۳۲ دوسيې د شرعي غور او څېړنو په موخه محکمې ته استولې، د ۲۶۵۴ جريبه ځمکې قراردادونه یې فسخه او دولتي پېژندلي، د ځمکو اړوند څلور تطبيقي دوسيې او ۴۴ نورې دوسيې تر څېړنو لاندې دي چې په حل کې به يې له اړوندو ادارو سره په همغږۍ اجراات ترسره کړي.
د عدليې رييس وايي، په ښار او ولسواليو کې د حقوقو اړوند ۱۰۵۵ عريضې ورته راغلې چې ۶۰۹ يې املاکي، ۳۳۱ يې ديوني او ۱۱۵ یې کورني موضوعات دي چې يو شمېر يې حل او پاتې نور يې تر کار لاندې دي.
د عدليې رييس وايي چې له بېلابلېو قضيو، عرايضو حق الثبت او نورو څخه يې شاوخوا دوه ميلیونه افغانۍ عوايد ترلاسه او د دولت خزانې ته یې سپارلي دي.
د نوموړي په وينا، په ۱۳۹۹ مالي کال کې يې د ۴۷۳ بېلابېلو قضیو محکمې پر وړاندې وکالت کړی، چې اتيا مظنونيو ته یې برائت حاصل کړی او همدا راز یې د انسجام مديريت څېړنې په پايله کې ۲۱۵ بابه د معاملاتو لارښوونې دفترونه کنټرول شوي، د ۱۶ بابه جوازونه فسخ شوي، ۲۸ نوي رامنځته شوي او ۴۲ د معاملاتو لارښوونې دفترونو ته جوازونه تمديد شوي دي.
هلال وویل چې په ۹۹ مالي کال کې د ۱۸۳ عريضه ليکونکو جوازونه کنټرول شوي، پنځلس نوو عريضه ليکونکو ته جوازونه ورکړل شوي او ۸۹ تمديد شوي دي. دغه راز د ۳۵۲ ټولنيزو بنسټونو ابتدايي مراحل ترسره شوي او د جواز اخيستو په موخه عدليې وزارت ته محول شوي دي.
د نوموړي په وينا، د دغه ولايت مختلفو سيمو کې يې په روان ۱۳۹۹ کال ۲۹۶۴ جريبه دولتي ځمکه له غاصبينو خلاصه او اړوندو ادارو ته يې تسليم کړې ده.
د ننګرهار د عدليې ريیس وايي چې د اويا ټولنو، شوراګانو او خيريه بنسټونو ابتدايي مراحل طی شوي او د جواز اخیستو په موخه مرکز ته ور وپېژندل شوي دي.