Language

احمد علي: طالبانو د جیش محمد وسله والې ډلې په مرسته د کابل – جلال اباد لویه لاره نا امنه کړې

جلال اباد (پژواک، ۱۶ لېندۍ ۹۹):د ننگرهار د ولایتی شورا رییس احمد علي حضرت وایي چې وسله والو طالبانو د جیش محمد وسله والې ډلې په مرسته د کابل – جلال اباده لویه لاره نا امنه کړې ده.

بلخوا د کابل- جلال اباد پر لويه لاره تلونکي مسافر او موټر چلوونکي شکايت کوي چې د لغمان او کابل اړوند تنګيو کې ناامني ډېره شوې او هره ورځ په بېلابېلو وختونو کې وسله وال پر موټرو ډزې کوي.

د دوی شکايت دا هم دی چې د وسله والو د ډزو پر مهال په ساعتونو ساعتونو لويه لار د ترافيکو پر مخ تړل کېږي چې دندو او نورو اړينو کارونو ته د تګ پر مهال خلک له ستونزو سره مخ کېږي.

نږدې اته ورځې مخکې د ننګرهار ولايتي شورا د يوه غړي سهراب قادري ساتونکی هغه مهال ټپی شو چې له کابله ننګرهار ته پر لاره و او د تنګي په سيمه کې يې پر موټر وسله وال بريد وشو.

د ننګرهار د ولایتي شورا رییس احمد علي حضرت وایي په دې وروستیو اونیو کې وسله وال طالبان، چې پنجابیان او د جیش محمد وسله والې ډلې کسان هم ورسره دي، د شپې ناوخته د کابل ـ جلال اباد لویې لارې ځنو برخو ته راووځي، په دولتي موټرو ډزې کوي او ان کله نا کله د شپې ناوخته په عمومي لار پلټنې هم کوي .

هغه زیاته کړه طالبانو سره د جیش محمد وسله والې ډلې مشر حاجي عبیدالله چی اوسمهال په حصارک ولسوالی کی دی خپل کسان یې طالبانو سره یو ځای کړي او د کابل ـ جلال اباد د لار ناامنه کولو هڅه کوي او غواړي  دغه عمومي لار تر یوه وخته وتړي .

ده زیاته کړه ” زه په خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو باور لرم چې د پاکستان لاس پوسي وسله وال طالبان او جیش محمد به موخې رسېدو ته پرې نږ دي.”

احمد علي غوښتنه وکړه چې مسولین دې د کابل ـ جلال اباد لویې لارې د امنیت او وسله والو ځپلو په برخه کې خپلې هڅې لا چټکې کړي.

خو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

صبرګل چې د کابل- جلال اباد پر لويه لاره موټر چلوونکی دی، وايي، ډېر کله د جګړې په منځ کې بند پاتې کېږي چې حرکت کول يې هم د سر او هم د موټر پر زيان تمامېدای شي.

دی وايي، هره ورځ پر دې لاره وسله وال پر موټر چلوونکو ډزې کوي، په ځانګړې توګه هغه موټر په نښه کېږي چې دولتي مامورين په کې تګ راتګ کوي.

ولي الله چې د کرولا موټر چلوونکی دی، وايي، پخوا به د شپې ناوخته پر دې لاره تګ راتګ هېڅ ستونزه نه لرله، خو اوس د ورځې سفر کې هم د مرګ خطر مخ وي؛ ځکه هر وخت وسله وال بريدونه کوي.

يو دولتي مامور چې د جلال اباد ښار مخابراتو په څلورلاره کې کابل ته د تلو په نيت موټر کې ناست و، د نوم نه خپرېدو په شرط يې وويل چې کابل ته د تګ پرمهال يې د لغمان او کابل په تنګيو کې له ژونده تمه پرې کېږي خو د دندې مجبوري يې اړ کوي چې هره شنبې کابل ته ولاړ شي او پنجشنبې بېرته راشي.

د کابل ولايت د سروبي ولسوالۍ ولسوال شاه محمود ابراهيم خېل هم مني چې د تنګي په ساحه کې د وسله والو فعاليتونه زيات شوي خو وايي، هلته د اردو پوسته موجود ده او چا ته د چک پاينټ جوړېدو اجازه نه ورکوي.

هغه زياته کړه: ((دا خو غرنيزه اراضي ده، وسله وال د غرو له لوړو څوکو د ثقيله سلاح، که پيکا ده يا کلاشینکوف پر موټرو، په خاصه توګه په دې لاره وکيل صاحبان هم ځي، وزير صاحبان او نور دولتي چارواکي، نو دوی ته راپور راځي بيا پرې ډزې کوي.))

د سروبي ولسوال دا هم وويل، کله چې وسله وال د غره له سره په کتارونو ډزې وکړي، نو امنيتي ځواکونه ژر ځانونه سيمې ته رسوي، خو لار بيا له شل دقيقو نيولې تر يوه ساعته پورې بندېږي.

د لغمان د والي وياند اسدالله دولتزی بيا ډاډ ورکوي چې د لغمان اړوند تنګي کې دايمي ستونزه نشته او که کوم وخت وسله وال غلچکي بريد کوي، نو هلته د امنيتي ځواکونو له مقاومت سره مخ کېږي.

دی وايي، په هغو سيمو کې هم ګرځنده ګزمې زياتې شوې چې دا ډول پېښې په کې رامنځته شوې وي.

په ختيځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو وياند ډګرمن محمد هارون يوسفزی هم مني چې د لغمان او سروبي ولسوالۍ د تنګيو په سيمو کې ځيني وختونه وسله وال غلچکي بريدونه کوي چې د امنيتي ځواکونو له مقاومت سره مخ کېږي.

خو دى وايي، ستونزه ډېره جدي نه ده چې خلک دې د لارې تګ راتګ بند کړي؛ ځکه د لارې په اوږدو کې د امنيتي ځواکونو پوستې او ګرځنده ګزمې شته چې د هر ډول نا امنۍ مخه نيسي.

وسله وال طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.