Language

په کامه کې د ونو قطع کېدو مخنیوی شوی او په روغتیایي خدمتونو کې ښه والى راغلی

کابل (پژواک، ۱۶ لېندۍ ۹۹): د ملګرو ملتونو پرمختیایي پروګرام د ځایي بشري مرستو د پیاوړتیا له موسسې سره په ګډه د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې د ونو غوڅولو مخه ونیوله او د دې ترڅنګ یې د کامې په ولسي روغتون کې خدمتونو ته وده ورکړه.

په کامې ولسوالۍ کې د سیند پر غاړه پروت د مټه خېلو کلى، ونو او سیندونوکلابند کړى دى چې دغه ونې د دې کلي او کرنې ساتنه کوي خو بیاهم دغه ونې د دې کلي د اوسېدونکو له خوا د ځاني ګټو په موخه غوڅېدې او په ډېره ارزانه بیه خرڅېدې.

د مټه خېلو کلى د سېلابونو او بارانونو له امله له لوی خطر سره مخ وي، ځکه دغه سېلابونه او بارانونه د کلي د غریبو خلکو کروندې له منځه وړي.

دولت، طالبانو او ځایي مخورو ډېرى ځلې هڅې کړي ترڅو د خلکو له خوا د ونو د غو‎څېدو مخه ونیسي، خو لاهم په دې هڅو کې پاتې راغلي دي.

بله خوا بیا خلک وایي چې د سېلابونو له امله یې کورونه له منځه تللي او دولت تراوسه ورسره هیڅ ډول مرسته نه ده کړې، نو ځکه غریبۍ دې ته هڅولي ترڅو دغه ونې غوڅې کړي اوخپلو کورنیو ته یوه مړۍ ډوډۍ ترې پيدا کړي.

دغه موضوع د فساد ضد کمېټې له خوا وړاندې شوه، دا کمېټه له ۴۸ تنو څخه جوړه چې د ولسي پرمختیايي ادارې، ملکي پراختیايي کمېټې، مدني ټولنې استازي، ځوانان، ملا امامان او مخور کسان په کې شامل دي.

دغه ستونزه د ونو له غوڅوونکو سره شریکه شوه او هغوی یې د دې کار له ټولنیزو، کرنيزو او نورو زيانونو څخه خبر کړل، همدا راز ورته په غیر مستقیم ډول خبرداری هم ورکړل شو او هغه کسان چې د سېلابونو له امله زیانمن شوي وو، د پېښو ضد ملي ادارې او د سره صلیب نړیوالې کمېټې ته ور وپېژندل شول، ترڅو ورسره خوراکي او نورې مرستې وشي.

دغه موضوع په وار وار له ځایي خلکو سره شریکه شوې وه، خو بالاخره په دې موافقه وشوه چې ونې به نور نه غوڅېږي.

د کامې ولسوالۍ د ولسي روغتون او د سیمه ییز روغتیايي مرکزونو د پرسونل حاضري ګانې له قانون او مقرارتو سره سمې نه وې. کارکوونکو د دفتر اصول او قوانین نه مراعاتول او زیات شمېر کارکوونکي به په ۱۰ بجو خپلو دندو ته حاضر شول او ۱۱ بجې به له دفتر څخه ووتل.

دغه موضوع له اړوندو چارواکو سره د رضاکارانو د کمېټې له خوا په وار وار په مرکو کې شریکه شوې ده.

په دې موضوع له خبرېدو سره سم د بشري مرستو د پیاوړتیا موسسه (HAEO) غړو له ولسي روغتون او سیمه ییز روغتیایي مرکزونو څخه لیدنه وکړه او د کارکوونکو معاشونه یې د غیرحاضریو له امله کم کړل.

د حقوقي کمېټې د دغو هلوځلو په پايله کې اوس د ولسي روغتون او د سیمه ییز روغتیایي مرکزونو کارکوونکي په حاضرۍ پابند شوي، په خپل وخت راځي ، په خپل وخت ځي او اصول هم مراعاتوي.

د کامې په ولسي روغتون کې د امبولانسونو د کمښت ستونزه هم په ګوته شوه، خو کله چې د یادې موسسې ټولنیز نظارتي ټیم روغتون ته ورغى، نو یو خراب امبولانس په کې ولاړ و چې ترمیم ته یې اړتیا لرله، بیا دا موضوع له اړوندو چارواکو سره شریکه شوه او هغوی د دې امبولانس د ترمیم ژمنه هم وکړه چې اوس هغه امبولانس جوړ شوی او فعایت ته چمتو دى.

د ملګرو ملتونو پرمختیایي پروګرام له اتو میاشتو راهيسې د ډنمارک د شاهي سفارت په مالي مرسته له مدني ټولنو سره کار کوي، تر څو د فساد مخه ونیسی.

د ډسمبر۹مه له فساد سره د مبارزې نړیواله ورځ ده. له فساد سره جګړه اوس یوه نړیواله پدیده بلل کېږي، په داسې حال کې چې فساد هر هېواد اغېزمنوي، خو اسناد ښیي چې بېوزله خلک له دې پدیدې ډېر زیانمنېږي.

فساد د پراختیايي موخو لپاره یو لوی خنډ رامنځته کړی، د ډیموکراسۍ او قانون پلي کېدو پر وړاندې ګواښ دی، د انساني حقونو د ترپښو لاندې کېدو ته لار هواروي، سوداګریز بازارونه او ژوند کیفیت له منځه وړي. همدارنګه جرمونو ته لار برابروي او د انسان د ژوندانه خونديتوب ته خطر پېښوي. دغه راز فساد بې ثباتي او فقر ډېروي او د حساسو هېوادونو په ړنګېدو کې اساسي رول لوبوي.