ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار په دامان کې موټربم برید ۳۳ کسان ټپیان کړي

د کندهار په دامان کې موټربم برید ۳۳ کسان ټپیان کړي

author avatar
7 Dec 2020 - 14:09
د کندهار په دامان کې موټربم برید ۳۳ کسان ټپیان کړي
author avatar
7 Dec 2020 - 14:09

لومړى تعقيب- کندهار (پژواک، ۱۷ لېندۍ ۹۹): د کندهار د دامان ولسوالۍ کې پر امنیې قوماندانۍ د مازدا موټربم په وسیله برید شوی چې له امله یې ۳۳ کسان ټپيان شوي دي.

د کندهار د والي ویاند بهیر احمدي د لېندۍ په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه برید نن له غرمې مخکې شاوخوا لس نیمې بجې د امنیې قوماندانۍ پر قرارګاه وشو.

هغه زياته کړه، په دغه برید کې چې د مازدا موټر په وسیله شوی، ۳۳ کسان ټپيان شوي دي.

د احمدي په وينا، په ټپیانو کې ۷ د ولسوالۍ ملکي مامورین، ۲ د ملي امنیت سرتېري، ۹ پولیس او د یوه کور ۱۵ وګړي شامل دي.

دی وايي، په ټپیانو کې د یوه کس ټپونه ژور دي چې د درملنې په موخه میرویس روغتون ته وړل شوی دی.

دغه راز ده یادونه وکړه چې د برید له امله د ولسوالۍ او امنیې قوماندانۍ د ودانیو ځینې برخې ویجاړې شوې دي.

بلخوا د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي پژواک ته وویل چې په دغه برید کې د ولسوالۍ امنیه قوماندان عبدالودود له خپلو دوو سرتېرو سره برسېرن ټپي شوی دی.

نوموړی که څه هم دغه برید د وسله والو طالبانو کار ګڼي، خو دې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا له تېرې یوې اوونۍ راهیسې درېیم موټربم برید دی چې په کندهار کې کېږي.

له دې مخکې یو موټربم د کندهار ښار په عینو مېنه کې پر ۱۵مه حوزه شوی و، دویم موټربم برید په ارغستان ولسوالۍ کې د پولیسو پر یوې امنیتي پوستې شوی و چې درانه ځاني او مالي زیانونه یې لرل.

دغه بریدونه په داسې حال کې کېږي چې په دوحه کې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د تړون له مخې به لوی بریدونه نه کېږي.

Views: 16

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.