Language

ننګرهار کې د ۷۸ ميليونه افغانيو په لګښت د يو سړک د جوړېدو کار پيل شو

جلال اباد (پژواک، ۱۸ لېندۍ ۹۹): د ننګرهار بهسودو ولسوالۍ کې د کليو بيارغونې او پراختيا وزارت له لوري د ۷۸ ميليونه افغانيو په لګښت د درې نيم کيلومتره په اوږدوالي د يو سړک د جوړېدو کار پيل شو.

د سړک په اوږدو کې به ۳۰ پلچکونه او د ۱۳۰۰متره په اوږدوالي يو استنادي ديوال هم جوړ شي.

د دغه سړک د جوړېدو پرانېسته د ليندۍ په ۱۸مه د کليو پراختيا وزير او ننګرهار والي له لوري وشوه.

د کلیو پراختیا او بیارغونې سرپرست وزیر مجيب الرحمن کريمي وویل، د یاد سړک بودیجه د مالیې وزارت له لوري ورکول کیږي چې چارې به یې د سیمې د شوراګانو له لوري ترسره شي او په ګټې اخیستنې سره به یې په یادو برخو کې شته ستونزې هم حل شي.

د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل وويل، د درې نيم کيلومتره په اوږدوالي دا کانکرېټي سړک د بهسودو ولسوالۍ په نجم الدین اخندزاده کلي کې جوړېږي.

د هغه د معلوماتو له مخې، د سړک په اوږدو کې به دیرش پلچکونه او د ۱۳ سوه متره په اوږدوالي استنادي دیوال هم جوړ شي چې د جوړولو چارې یې پیل شوې او د اتلس میاشتو په موده کې به بشپړې شي.

د سيمې خلک وايي، د ياد فرعي سړک په جوړېدو سره به د دغې سيمې د خلکو ډېرې ستونزې حل شي.

ملک سيف الله چې د اخوندزاده کلي يو مخور دی وايي، د سړک د خاموالي له امله ډېر کله ښار ته د ناروغانو د انتقال په وخت کې ناروغان له مرګ سره مخ کېدل.