کابل (پژواک، ١٨ ليندۍ ٩٩) : راپورونه وايي چې د امريکا نوي ولسمشر جوبايډن يو متقاعد تور پوستى جنرال د دفاع د نوي وزير په توګه انتخاب کړى دى.
جوبايډن چې له ټرمپ څخه ولسمشريزې ټاکنې ګټلې دي، ټاکل شوې چې د راتلونکې جنورۍ مياشتې په ٢٠مه، د لوړې مراسم ترسره کړي.
خو د لوړې تر مراسمو مخکې هغه د خپل ټيم پر جوړولو بوخت دى او تراوسه يې احتمالي د ملي امنيت ټيم، د بهرنيو چارو وزير او ځينې نور وزيران انتخاب کړي دي.
امريکايي رسنيو د ليندۍ په ١٨مه، خبر ورکړى چې نوي ولسمشر جوبايډن په خپل تازه انتخاب کې متقاعد جنرال لايډ اسټن د دفاع وزارت لپاره کانديد کړى دى.
دا د امريکا په تاريخ کې لومړى ځل دى چې يو تور پوستى پر دې څوکۍ ګومارل کيږي.
اسټڼ چې په ٢٠١٦ زېږديز کال کې تقاعد شوى، د پخواني ولسمشر بارک اوباما د واکمنۍ پر مهال په منځني ختيځ کې د امريکايي ځواکونو د قوماندان په توګه دنده ترسره کړې ده.
دغه راز نوموړي د امريکا د مرکزي قوماندانۍ د قوماندان او يو شمېرې نورې مهمې پوځي دندې هم ترسره کړې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP