Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

امنيتي مسوولين: په غزني او لوګر ٢٥ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

غزني-پل علم (پژواک، ١٩ لېندۍ ٩٩): امنيتي مسوولين ادعا کوي چې په غزني او لوګر ولايتونو کې ١٩ طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.

د ٢٠٣ تندر قول اردو مطبوعاتي مسوول ايمل خان مومند د لېندۍ په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د غزني د اندړو او قره باغ په ولسوالیو کې د امنيتي ځواکونو پر پوستو بريدونه کړي دي.

دى وايي، د طالبانو ياد بريدونه پر شا تمبول شوي چې په ترڅ کې يې لس طالبان وژل شوي او يو شمېر وسلې او مهمات يې هم له منځه وړل شوي دي.

ده وويل چې په يادو نښتو کې د ملي اردو دوه سرتېري هم وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د ملي اردو پر پوستې د موتربم بريد شوى چې په ترڅ کې يې درې کسان وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.

دغه راز ايمل خان مومند دا هم وويل چې تېره شپه د لوګر د څرخ ولسوالۍ په دوسنګک او پسپچک سيمو کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې شوې دي.

ده وويل چې په يادو جګړو کې نهه طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپيان شوي دي.

مومند ډاډ ورکړ چې په يادو جګړو کې ملکي وګړو او امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

بل لور ته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.