Language

غني او عبدالله د سولې پروسې پر راتلونکو مرحلو خبرې وکړې

کابل (پژواک ۱۹ لیندۍ ۹۹): ولسمشر غنی او د ملي روغې جوړې عالي شورا رئیس ډاکټر عبدالله په دوحه کې د سولې مذاکراتو د لومړي پړاو پای ته رسېدو او د سولې پروسې پر راتلونکو مرحلو خبرې کړې دي.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني نن ماښام د ملي روغې جوړې عالي شورا رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله سره وکتل.

سرچينه زياتوي، په دې کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، دواړو لوریو د ملي روغې جوړې عالي شورا د فعالیتونو پر تعقیب خبرې وکړې او د ملي روغې جوړې عالي شورا د کار پیل یې د سولې پروسه کې یو مهم ګام وباله.

سرچينه کاږي، همداراز په دوحه کې د سولې مذاکراتو د لومړي پړاوو پای ته رسېدو او د سولې پروسې پر راتلونکو مرحلو په تفصیل خبرې  او د سولې پروسې د ملاتړ او ملي او بین المللي اجماع په اړه هم بحث وشو.