کابل(پژواک، ۲۰ ليندۍ ۹۹): د عامې روغتيا وزارت د وېنټلاټورونو د کارولو او بېړنيو خونو (ICU) د مدیریت په برخو کې ۱۱۰ ډاکټرانو او نرسانو ته ۷ورځنۍ روزنه ورکړې او نن د «ای سي یو» د اساساتو کتاب مخکتنه هم وشوه.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، دا مهال افغانستان کې د کووېډ- ۱۹ او نورو ناروغیو پر مهال د تنفسي ستونزو د حل په موخه کاروونکي ۱۰۲۰ وینټلاټورونه شته او په دې برخه کې تر دې مخکې ۵۰۰ تنو ته له درېیو تر اووه ورځو زده کړې ورکړل شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې پژواک د روان کال د لیند په پنځمه یو راپور خپور کړ چې افغانستان اوس کافي وېنټلاټورونه لري، خو د دغو الو کاروونکي په داسې حال کې اړینې زده کړې نه لري چې د وېنټلاټور ناسمه کارونه د مړینې لامل کېږي. دغه راز پژواک ته د چارو ځینو پوهانو ویلي و چې د وینټلاټور لپاره اووه ورځنۍ زده کړې کافي نه دي.
د عامې روغتيا وزارت د پلان او پاليسۍ د برخې مرستيال پوهندوی محمد بشير نورمل نن د یادو ۱۱۰ تنو د فراغت او دغه راز د ای سی یو د اساساتو کتاب د مخ کتنې په اړه کابل کې جوړې شوې ناستې ته وویل چې يادو کسانو په فراغت سره به د دغې برخې ستونزې تر ډېره بريده لرې شي.
ډاکټر نبيل پاکطين چې د ای سي يو اساساتو په نوم کتاب يې ليکلي او نن يې په همدې غونډه کې مخکتنه هم وشوه وويل:«موږ د بېړنیو کړنو او بېړنیو خونو د مديريت په برخه کې مدون کتاب نه درلود، د دې کتاب په ليکلو کې مې له هغو ژورنالونو او نړيوالو سرچينو ګټه اخيستې کوم چې په تېرو يوولسو مياشتو کې خپاره شوي دي.»
هغه زياته کړه، په يادو ۱۱۰ کسانو کې يو شمېر يې له بلخ، غزني او فارياب څخه راغوښتل شي او پاتې نور يې د کابل اړوند روغتونونو ډاکټران دي، چې د يوې اوونۍ لپاره روزنه ورکړل شوې ده.
د کوچنیانو د داخلې څانګې ډاکټر ارسلان همنوا چې د بلخ په ولايتي روغتون کې دنده لري، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دې روزنيزه دوره کې يې ډېر څه په عملي بڼه زده کړي دي.
هغه هیله څرګنده کړه چې وکولای شي د ټولو ناروغانو په ځانګړي ډول د کرونا ناروغانو ته ښه خدمت وکولای شي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د تېر کال له سلواغې میاشتې راهیسې د روانې ليندۍ میاشتې تر ۱۹مې، افغانستان کې د کوويډ- ۱۹ ناروغۍ ۴۸۷۵۳ مثبتې پېښې ثبت شوي او له دغې ډلې ۱۹۳۹ تنه مړه او ۳۸۲۲۱ نور بېرته روغ شوي دي.
له څو ورځو راهیسې افغانستان کې د دغې ناروغۍ دویمه څپه هم پیل شوې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP