ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ګردېز کې د پولیسو ځانګړی ۵۰ بستریز روغتون جوړ شو

ګردېز کې د پولیسو ځانګړی ۵۰ بستریز روغتون جوړ شو

author avatar
10 Dec 2020 - 18:49
ګردېز کې د پولیسو ځانګړی ۵۰ بستریز روغتون جوړ شو
author avatar
10 Dec 2020 - 18:49

ګردېز (پژواک، ۲۰ لیندۍ ۹۹): د سوېل ختیځ زون په مرکز ګردېز کې د کورنیو چارو وزارت له خوا د پولیسو ځانګړی ۵۰ بستریز روغتون جوړ او ګټې اخیستې ته وسپارل شو.

مسوولین وايي چې له دې روغتون څخه به اوسمهال د کرونا او وروسته د نورو ناروغیو د ناروغانو او ټپیانو د درملنې لپاره کار واخیستل شي.

د کورنیو چارو وزارت د تامیناتو معین ریاض درمل ژمنه وکړه چې راتلونکی کال به د ګردېز د پنځو حوزو له ډلې دوه هغو ته ودانۍ هم جوړې کړي.

درمل وویل: ((د پولیسو هر اړخیز اکمال او تجهیز اړتیا ده او وزارت دې مسئلې ته ژمن دی او په پوره تمرکز کار ورته کیږي.))

د ولایتي شورا مشر عبدالمالک ځاځي د پکتیا د نظامي کادرونو ځای پر ځای کول، اکمال، د درندو وسلو ورکول، د امنیه قومنداني د ویجاړې شوې ودانۍ سربېره د ولسوالیو د امنیه قومندانیو او امنیتي حوزو د ودانیو جوړېدل جدي اړتیا یاده کړه او د مسوولو چارواکو له خوا یې په دې اړه د عملي ګامونو اخیستو غوښتنه وکړه

ځاځي وویل: ((پکتیا د نظام لپاره هر وخت قربانۍ ورکړې، خو بېرته ورته پام نه دی شوی. زموږ غوښتنه دا ده چې زموږ نظامي کادرونه دې راته لوړ او ځای پر ځای شي. د پولیسو تشکیل او په وسلو سمبالول ډېر اړین دي. پکتیا ته دې د خپل حق مطابق ټول امتیازات ورکړل شي.))

د امنیت آمر سمونوال لطف الله کامران وویل چې تر دې وړاندې به ناروغ يا ټپي پولیس د درملنې لپاره ملکي حوزوي یا د قول اردو روغتون ته لېږدول کېدل، چې دوی یې له ستونزو سره مخامخ کړي و، خو د دې روغتون په جوړېدو الحمدلله دا مشکل حل شو.

دا پکتیا کې د پولیسو لومړنی روغتون دی. د پولیسو د وسایطو د ترمیم لپاره د مجهز ورکشاپ، د ولسواليو د امنیه قومندانیو او منظمو امنيتي پوستو جوړېدل د پولیسو نورې اړتیاوې دي.

Views: 6

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.