ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيکا په اورګون کې لاريون درېيمې ورځې ته وغځېده

د پکتيکا په اورګون کې لاريون درېيمې ورځې ته وغځېده

author avatar
10 Dec 2020 - 15:58
د پکتيکا په اورګون کې لاريون درېيمې ورځې ته وغځېده
author avatar
10 Dec 2020 - 15:58

ښرنه (پژواک، ٢٠ ليندۍ ٩٩): د پکتيکا په اورګون ولسوالۍ کې د لويو باروړنکو موټرو چلوونکو د يوه لاريون په ترڅ کې وويل چې د ولسوالۍ امنيتي مسوولينو ترې د غيرقانوني پيسو د ورکولو غوښتنه کړې، خو د اورګون امنيه قوماندان بيا دغه څرګندونې ردوي.

يو تن لاريون کوونکي او د پکتيکا د لويو باروړونکو موټرو د اتحاديې غړي نور محمد پژواک ته وويل چې له تېرو درېيو ورځو راهيسې دوى د اورګون ولسوالۍ لويه لار د ترافيکو پرمخ تړلې او د ولسوالۍ مخ ته يې لاريون کړى دى.

هغه وايي: ((د اورګون امنيه قوماندان له موږ څخه د غيرقانوني پيسو غوښتنه کوي نو موږ هم موټر درولي او هم مو سړک بند کړى دى.))

د يادې اتحاديې بل غړي تحويل خان پژواک ته وويل چې دوى د اتحاديې د فعاليت ترڅنګ د خپل هر کار لپاره جواز لري.

ده وويل: ((اتحاديه له هر موټر څخه په پېره کې پنځه سوه افغانۍ اخلي او دا د دې لپاره ترلاسه کوي که موټر چلوونکي له کومې ستونزې سره مخ شي او يا هم ترافيکي حادثه وکړي نو له دغو پيسو ورسره مرسته کيږي خو اوس امنيه قوماندان غواړي چې له دغو پيسو څخه هغه ته هم برخه ورکړو.))

همدارنګه د اورګون د ځوانانو اتحاديې غړي عبدالقيوم حليمي وويل چې قوماندان په غيرقانوني ډول غواړي د اتحاديې له فنډ څخه پيسې ترلاسه کړي.

يو شمېر نورو لاريون کوونکو هم ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل، که چيرې يې ستونزه هواره نه شي خپلو لاريونونو ته به ادامه ورکوي.

بل لورته د اورګون امنيه قوماندان دويم څارن رحيم الله رحيمي پژواک ته وويل چې د يادې اتحاديې مسوولين له موټر چلوونکو په غيرقانوني ډول پنځه سوه افغانۍ ترلاسه کوي.

دى وايي: ((دا څو کسان سره يوځاى شوي له موټر چلوونکو باج اخلي، موټر چلوونکو موږ ته شکايت وکړ، موږ يې په اړه اقدام وکړ چې مخه يې ونيسو اوس دوى په لاريون لاس پورې کړى دى.))

قوماندان زياتوي چې بې ځايه بايد پر امنيتي ځواکونو تور پورې نه شي که دوى په دغه برخه کې کوم اسناد لري وړاندې دې کړي.

Views: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.