ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار خبريالان: که د ملالې ميوند قاتلين رښتيا نيول شوي وي، بايد علني محاکمه شي

د ننګرهار خبريالان: که د ملالې ميوند قاتلين رښتيا نيول شوي وي، بايد علني محاکمه شي

author avatar
11 Dec 2020 - 14:56
د ننګرهار خبريالان: که د ملالې ميوند قاتلين رښتيا نيول شوي وي، بايد علني محاکمه شي
author avatar
11 Dec 2020 - 14:56

جلال اباد (پژواک، ۲۱ ليندۍ ۹۹): د ننګرهار ولايت خبريالانو د ملالې ميوند په ياد جوړه شوې ناسته کې غوښتنه وکړه، چې که د نوموړې قاتلين رښتيا هم نيول شوي وي، بايد علني محاکمه او اشد مجازات شي.

 

د انعکاس په نوم د يو خصوصي تلوېزيون ويانده ملالۍ ميوند پرون سهار شاوخوا اووه بجې د جلال اباد ښار د درېيمې ناحيې په مربوطاتو کې د ناپېژاندو وسله والو له لوري له خپل موټر چلوونکي سره يوځای ووژل شوه.

 

د نوموړې وژنه په کور دننه او نړيواله کچه وغندل شوه او له حکومت څخه يې د قاتلينو د نيولو غوښتنه وشوه.

 

د ننګرهار والي تېره شپه پر خپله فيسبوک پاڼه وليکل چې د ملالې ميوند د-قتل په تور يې دوه کسان نيولي دي.

 

د ننګرهار خبريالان چې نن د ليندۍ په ۲۱مه د دغه ولايت اطلاعاتو او فرهنګ رياست انګړ کې راټول شوي وو، پر ملالې ميوند بريد يې وغاند، د قاتلينو د نيولو د اقدام هرکلی يې وکړ او غوښتنه يې وکړه چې که د قاتلينو د نيول کېدو خبره ډرامه نه وي، نو بايد علني محاکمه او مجازات يې کړي.

 

په ننګرهار کې د اريانا تلوېزيون خبريال رحمت الله زيارمل وويل، د ملالې د قاتلينو علني محاکمه بايد وشي او په اعدام محکوم شي تر څو ثابته شي چې د نيولو قضيه يې ډرامه نه حقيقي ده.

 

هغه زياته کړه: (( که زموږ غوښتنه ونه منل شوه بيا به راټولېږو، بيا به غږ پورته کوو، قومونه به راټولو. له وسله والو هم غواړو چې نور دې موږ نه وژني. ))

 

ننګرهار کې د افغان خبريالانو د خونديتوب کمېټې مشر شېرشاه همدرد هم ټينګار وکړ چې د ملالې ميوند قاتلين دې علني مجازات شي.

 

د انعکاس تلوېزيون مشر انجينر زلمي لطيفي اندېښنه شريکه کړه چې د ملالې له وژل کېدو سره ګواښ پای ته نه دی رسېدلى او د دوی ټولو همکارانو ته ګواښونه شوي او کېږي.

 

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رييس رحيم الله خوږياڼي وويل، د خبريالانو ژوند له ګواښ سره مخ دی او همدا اوس هم امنيتي ادارو يو لېست تر لاسه کړی چې ډېر خبريالان په کې په ګوته شوي دي.

 

د ملالې ميوند په ياده جوړه شوې دې غونډې ته د کندهار او خوست يو شمېر خبريالان هم راغلي و چې ملاله يې د ټول افغانستان شهيده ياده کړه.

 

د خوست کليد راډيو مشر نوراجان بهير وويل، ملاله يوازې د ننګرهار او ختيځ نه وه، بلکې د هغې مړينې لوی کندهار، لويه پکتيا او لوی افغانستان غمجن کړی دی.

 

ملاله ميوند له تېرو اووه کلونو راهېسې مدني فعاله او ژورنالېسته پاتې شوې ده.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.