ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جنرال مېلر: له افغان ځواکونو څخه دفاع ته ادامه ورکوو

جنرال مېلر: له افغان ځواکونو څخه دفاع ته ادامه ورکوو

author avatar
13 Dec 2020 - 17:51
جنرال مېلر: له افغان ځواکونو څخه دفاع ته ادامه ورکوو
author avatar
13 Dec 2020 - 17:51

کابل (پژواک، ٢٣ ليندۍ ٩٩) : په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو عمومي قوماندان وايي چې ٢٥٠٠ شمېرې ته د خپلو سرتېرو د کمولو پر پلان يې کار پيل کړى، خو له  افغان ځواکونو څخه خپل ملاتړ ته هم ادامه ورکوي.

د ناټو قوماندان جنرال سکاټ مېلر دا څرګندونې نن دليندۍ په ٢٣مه، په کابل کې له افغان خبريالانو سره د خبرو پر مهال وکړې.

هغه زياته کړه، د امريکا او طالبانو د دوحې تړون له مخې، د خپلو سرتېرو پر کمولو لګيا دي او د مشرتابه د نوي اعلان له مخې، اوس تر راتلونکې مياشتې پورې د خپلو سرتېرو شمېره ٢٥٠٠ تنو ته راکموي.

جنرال مېلر وايي، تر دې مخکې دوى د سرتېرو شمېره ٤٥٠٠ ته راټيټه کړې وه.

خو نوموړي وويل چې د افغان ځواکونو روزنې، مشورې او همکارۍ ته به هم ادامه ورکوي، څو د هغوى وړتياوې زياتې شي.

د ناټو قوماندان د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، چې د تاوتريخوالي کچه ډېره لوړه شوې ده چې هېچا ته د منلو وړ نه ده، طالبان بايد تاوتريخوالى کم کړي او په دې اړه په بېلا بېلو برخو کې بحثونه هم شوي، څو تاوتريخوالى کم کړاى شي.

د هغه په وينا، کله چې تاوتريخوالى زياتيږي، نو افغانان يې لوړه بيه پرې کوي، ځکه هڅه کېږي څو تاوتريخوالى صفر ته راټيټ شي.

جنرال سکاټ مېلر وايي، د سولې لپاره يو فرصت رامنځته شوى چې بايد له دې څخه استفاده وشي.

ده زياته کړه چې له افغانستان څخه ددوى د ځواکونو وتل په حالاتو پورې منحصر او مشروط دي او طالبان بايد د دوحې د تړون ژمنې عملي کړي.

د طالبانو له خوا د اووه زره نورو بنديانو خوشې کولو په تړاو د يوې پوښتنې په ځواب کې د ناټو قوماندان وويل، دا په سياسي پروسې پورې تړاو لري چې د افغان دولت او طالبانو مرکچي پلاوي يې په اړه  خبرې وکړي.

جنرال مېلر وويل، دوى د افغان ځواکونو ملاتړ ته ادامه ورکوي او هر چېرې چې اړتيا وه، له هغوى څخه به دفاع کوي.

هغه د يوې پوښـتنې په ځواب کې وويل چې په افغانستان کې اوس هم د القاعدې خوځښتونه شته دي .

Views: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.