کندوز ښار (پژواک، ٢٣ لېندۍ ٩٩): په کندوز کې د شېرخان بندر سوداګر له نا امنيو شکايت کوي او زياتوي چې د نا امنيو له امله تر اوسه لسګونه شرکتونه تړل شوي دي.
د اړوندې موضوع په اړه د شېرخان بندر يوه سوداګر ضياءالحق د لېندۍ په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د نا امنيو له امله يې په دغه بندر کې کارو بار درولی دی.
هغه وايي: ((په بندر کې حکومتي کسان له موږ نه غير قانوني پيسې اخلي، په لار کې يې رانه طالبان او پوليس اخلي، امنيت بېخي تامين نه دى؛ ځکه مې په شېرخان بندر کې خپل شرکت تړلى دى.))
دغه راز يو بل سوداګر جلال الدين پژواک ته وويل چې د کندوز- شېرخان بندر پر لويه لار د نا امنۍ ترڅنګ غله هم پيدا شوي دي.
ده زياته کړه: ((مخکې په دې لاره کې پوستې پرتې وې، خو اوس له دوو کلونو ډېر وخت کېږي چې دغه پوستې نشته، نو غله هم په لار کې پيدا شوي، کله له سوداګرو پيسې او مالونه اخلي او کله هم سوداګر اختطاف کوي.))
دى وايي که چيرته په شيرخان بندر او لار کې يې امنيت تامين شي، يو ځل بيا به سوداګري په دغه بندر کې رونق پيدا کړي.
په ورته وخت کې د شېرخان بندر لارې يو شمېر موټر چلوونکي هم د غيرقانوني پيسو له اخیستو شکايت کوي.
د شېرخان بندر- تورخم يوه موټر چلوونکي معراج الدين پژواک ته وويل چې د لارې په اوږدو په ډېرو ځايونو کې غيرقانوني پيسې ورکوي.
ده وويل: ((هم طالبانو ته پيسې ورکوو او هم پوليسو ته، له همدې امله د مالونو نرخونه لوړېږي چې بيا تاوان يې ټول عامو خلکو ته دى.))
په دې اړه په کندوز کې د سوداګرۍ خونې وياند مسعود وحدت پژواک ته وويل چې په شېرخان بندر کې په تېر شاوخوا دوو کلونو کې نږدې ١٤٥ شرکتونه تړل شوي دي.
دى وايي: ((په کندوز کې د تاجکستان هېواد د کونسلګرۍ نه شتون، د لارې په اوږدو کې د پيسو اخيستل، د بانکونو نشتوالی او امنيتي ستونزې د دې لامل شوې چې په شېرخان بندر کې له ١٥٠ څخه يواځې پنځه شرکتونه پاتې شي او نور ټول وتړل شي.))
د وحدت د معلوماتو له مخې، کوم شرکتونه چې په شېرخان بندر کې تړل شوي، د هېواد په نورو بندرونو کې يې فعاليت پيل کړى دى.
بل لور ته په دې اړه د کندوز امنيه قوماندان جنرال حقنواز حقيار پژواک ته وويل چې د لارې په اوږدو او شېرخان بندر کې دوى د سوداګرو امنيت خوندي کړى دى.
دى وايي: ((موږ تر خپلې وسې پورې په لار او بندر کې دواړو امنيت تامين کړى بيا هم که سوداګر کومه ستونزه لري، له موږ سره دې موضوع شريکه کړي، موږ ورسره همکاري کوو.))
حقيار زياته کړه، که چېرې کوم پوليس له سوداګرو په غير قانوني پيسو اخيستلو ونيول شي نو قانوني چلند به ورسره وکړي.
بل لور ته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي خو ترې دې وړاندې د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته ويلي وو چې طالبان له ټولو هغو لويو موټرو پيسې اخلي چې له بهره افغانستان ته مالونه واردوي.
د يادونې ده، شېرخان بندر د هېواد له مهمو بندرونو دى چې تاجکستان هېواد له افغانستان سره نښلوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP