Language

ژېړۍ ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو قوماندان وژل شوى

کندهار ښار (پژواک، ٢٣ ليندۍ ٩٩): امنيتي سرچينې وايي چې د کندهار د ژېړۍ ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو قوماندان وژل شوى دى.

يوې امنيتي سرچينې د ليندۍ په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د کندهار د ژېړۍ ولسوالۍ د سیمه ییزو پولیس قوماندان شمس الله اڅکزی په یوه برید کې وژل شوی دی.

هغه وايي، پر هغه د داسې چا له خوا برید شوی چې د پولیسو په لیکو کې یې دنده ترسره کوله.

په دې اړه ډېر جزئیات نشته او چارواکي یې هم په اړه څه نه وايي.

د يادونې ده چې قوماندان شمس الله اڅکزي د ژېړۍ ولسوالۍ د امنیت په ساتلو کې مهم رول درلود.