Language

خلیلزاد یو ځل بیا په افغانستان کې د اوربند غوښتنه وکړه

کابل (پژواک، ۲۴ لیندۍ ۹۹): د  افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي چې په قطر کې د افغانستان د حکومت او طالبانو د استازو تر منځ د سولې خبرې باید په ټاکلي وخت بیرته پیل شي.

نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې کړې چې د افغان دولت او طالبانو مرکچي پلاوو د نورو سلا مشورو لپاره په خبرو اترو کې  د دریېو اونیو لپاره وقفه اعلان کړې ده.‍

خلیلزاد نن د لیندۍ په ۲۴مه، په ټویټر کې لیکلي، له بده مرغه لا هم په افغانستان کې جګړه روانه ده او د اوربند غوښتنه یې کړې ده

ده زیاته کړې :” سیاسي توافق، د تشدد کموالی او اوربند ضروري دي”.

د امریکا ځانګړي استازي همدارنګه ویلي چې د افغانستان د حکومت د استازو د خبرو په بیا پیل کیدو کې باید هیڅ ځنډ ونه شي او په ټاکلې نیټه د جنوري  پنځمه د مرغومي په ۱۶مه، بیرته پیل شي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړی استازي په داسې وخت کې د تاوتریخوالي د کمیدو او اوربند غوښتنه کوي چې د افغانستان په څو ولایتونو کې چاودنې او جګړې شویدي.

Related Topics