کابل (پژواک، ٢٤ لېندۍ ٩٩): ولسمشر اشرف غني د ملي امنيت د سلاکار حمدالله محب د هغه وړانديز ملاتړ کړى چې غوښتل يې د سولې بين الافغاني مذاکرات دې په هېواد کې دننه وشي.
د ملي امنيت سلاکار ډاکتر حمدالله محب الله دوه ورځې مخکې په يوه خبرپاڼه کې ويلي وو چې د سولې د بل پړاو مذاکرات دې په هېواد کې دننه وشي.
له ارګه د لېندۍ په ٢٤مه پژواک اژانس ته په يوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر نن د کابينې په يوه ځانګړې غونډه کې د دغه وړانديز ملاتړ وکړ.
هغه زياته کړې: ((موږ دې ته ترجيح ورکوو چې د سولې مذاکرات په هېواد کې دننه وشي او په دې برخه کې د ملي امنيت د سلاکار حمدالله محب د څرګندونو او وړانديز ملاتړ کوم.))
ولسمشر غني ويلي، دا چې طالبان ادعا کوي چې په افغانستان کې دننه دي، نو ولې په خپله خاوره کې مذاکرات نه کوي، د افغانستان په هره سيمه کې چې هغوی وغواړي، د افغانستان دولت ورسره مذاکراتو ته چمتو دى.
د نوموړي په وينا، افغانان په خېمو کې هم مذاکرات کولى شي، په سړه هوا کې هم، اوس د دې وخت نه دى چې په عصري هوټلونو کې دې مذاکرات وشي.
ولسمشر غني ويلي: ((دا اړينه ده څو خلک له نږدې وګوري چې دا خبرې اترې څه ډول ترسره کېږي او پر کومو موضوعاتو خبرې کېږي.))
د ملي امنيت سلاکار ويلي وو، د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو پاتې پړاوونه باید د هېواد دننه تعقيب شي.
هغه زياته کړې، دولت د ځای په اړه ځانګړې ملاحظه نه لري او چمتو دی د هېواد هره سيمه چې طالبان پيشنهادوي، هلته د تاسیساتو جوړولو په شمول، بشپړه اماده ګي ونيسي او خبرې پر مخ يوسي.
ده زياته کړې: ((مذاکره کوونکي به د خپلو هېوادوالو له کړاوونو او غوښتنو له نږدې او په بهتره توګه اګاه وي او په دې پروسه کې به د اضافي لګښتونو مخنیوی هم وشي.))
د ملي امنيت سلاکار وايي، د افغانانو ترمنځ خبرو کې اړینه ده چې را روان پړاوونه یې په افغانستان کې وي، څو سوله د بهرنیو شرایطو پر ځای د افغاني ټولنې له واقعیتونو متاثره، سراسري او دایمي وي.
افغان دولت په داسې حال کې په هېواد کې دننه د سولې مذاکراتو د راتلونکو پړاوو د ترسره کېدو غوښتنه کړې چې په قطر کې تر درېيو مياشتو له بين الافغاني مذاکراتو وروسته دواړو ټيمونو د درېيو اونيو وقفې او رخصتيو پرېکړې کړې ده.
د افغان دولت د مرکچي پلاوي غړې مېرمن حبيبه سرابي وايي چې پلاوى به يې ډېر ژر کابل ته د نورو سلا مشورو لپاره ستون شي.
یادونې ده، شاوخوا درې میاشتې مخکې په لومړي ځل په قطر کې د افغانستان دولت او طالبانو د مرکچي پلاوو ترمنځ په رسمي توګه د سولې خبرې پیل شوې.
د رسمي خبرو له پیل وروسته د دولت او طالبانو د مرکچي پلاوو له غړو د تماس ډله وټاکل شوه څو د سولې خبرو د اجنډا او نورو غونډو لپاره طرزالعمل نهایي کړي.
پر طرزالعمل د خبرو په پيل کې ځيني اختلافات رامنځته شول چې بالاخره تېره اوونۍ دواړو لورو پر ٢١ ماده ييز طرزالعمل موافقه وکړه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP