ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې د ادبي او فرهنګي فعالیتونو کمرنګه کېدو یو شمېر فرهنګیان اندېښمن کړي | پلخمري کې یوه متشبثه پېغله: که ملاتړ مې وشي لسګونو ښځو ته د کار زمینه برابرولای شم | مهترلام ښار کې د سل میلیون افغانیو په لګښت بېلابېلې رغنیزې پروژې پلې کېږي | فراه کې په تېرو درېیو میاشتو کې نږدې ۲۷۰۰ ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شوي | غزني کې د زون په کچه د نیزه‌وهنې سیالۍ ترسره شوې | ننګرهار کې لسګونه کیلوګرامه نشه‌يي توکي کشف او ترلاسه شوي | سومالیا کې په یو برید کې ۹۵ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې   | د لبنان حزب‌الله د اسرائیل پر لور لږ تر لږه ۵۰ توغندي توغولي | د پاریس المپیک سیالۍ؛ د جودو پر افغان لوبغاړي بندیز لګېدلی | د فاریاب – جوزجان پر لویه لار د ترافیکي پېښي له امله نهه کسان مړه شوي
ولسي جرګه: حکومت دې د پنځو وزارتونو لپاره نوي نوماندان ژر را معرفي کړي

ولسي جرګه: حکومت دې د پنځو وزارتونو لپاره نوي نوماندان ژر را معرفي کړي

author avatar
14 Dec 2020 - 16:03
ولسي جرګه: حکومت دې د پنځو وزارتونو لپاره نوي نوماندان ژر را معرفي کړي
author avatar
14 Dec 2020 - 16:03

کابل (پژواک، ٢٤ لېندۍ ۹۹): د ولسي جرګې رييس مير رحمان رحماني يو ځل بيا له حکومته غوښتي چې د هغو نوماندان وزيرانو پر ځاى نوي معرفي کړي چې د باور رايي په اخيستو کې پاتې راغلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان حکومت څه وخت مخکې د نوې کابینې ۲۵ نوماند وزیران ولسي جرګې ته د باور رایو اخیستو لپاره معرفي کړي وو.

خو له يادو ۲۵ نوماند وزیرانو يې ۲۰ هغو د باور رايې ترلاسه کړې او پاتې نورو پنځو نوماند وزيرانو له ولسي جرګې د باور رايه ترلاسه نه کړه.

د ولسي جرګې رييس مير رحمان رحماني نن (د لېندۍ ٢٤مه) د جرګې عمومي غونډې ته وويل چې حکومت دې د پنځو هغو وزيرانو پر ځای نور وزيران ولسي جرګې ته معرفي کړي چې له دې جرګې يې د باور رايې نه دي اخيستي.

د نوموړي په وينا، سرپرست وزيران بېځايه او غير قانوني ګومارني کوي او حکومت بايد د دغه کار مخه ونيسي.

رحماني زياته کړه، ولسمشر دې وړ کسان د نوماند وزيرانو په توګه ولسي جرګې ته ور وپېژني.

Views: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.