ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسي جرګه: حکومت دې د پنځو وزارتونو لپاره نوي نوماندان ژر را معرفي کړي

ولسي جرګه: حکومت دې د پنځو وزارتونو لپاره نوي نوماندان ژر را معرفي کړي

author avatar
14 Dec 2020 - 16:03
ولسي جرګه: حکومت دې د پنځو وزارتونو لپاره نوي نوماندان ژر را معرفي کړي
author avatar
14 Dec 2020 - 16:03

کابل (پژواک، ٢٤ لېندۍ ۹۹): د ولسي جرګې رييس مير رحمان رحماني يو ځل بيا له حکومته غوښتي چې د هغو نوماندان وزيرانو پر ځاى نوي معرفي کړي چې د باور رايي په اخيستو کې پاتې راغلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان حکومت څه وخت مخکې د نوې کابینې ۲۵ نوماند وزیران ولسي جرګې ته د باور رایو اخیستو لپاره معرفي کړي وو.

خو له يادو ۲۵ نوماند وزیرانو يې ۲۰ هغو د باور رايې ترلاسه کړې او پاتې نورو پنځو نوماند وزيرانو له ولسي جرګې د باور رايه ترلاسه نه کړه.

د ولسي جرګې رييس مير رحمان رحماني نن (د لېندۍ ٢٤مه) د جرګې عمومي غونډې ته وويل چې حکومت دې د پنځو هغو وزيرانو پر ځای نور وزيران ولسي جرګې ته معرفي کړي چې له دې جرګې يې د باور رايې نه دي اخيستي.

د نوموړي په وينا، سرپرست وزيران بېځايه او غير قانوني ګومارني کوي او حکومت بايد د دغه کار مخه ونيسي.

رحماني زياته کړه، ولسمشر دې وړ کسان د نوماند وزيرانو په توګه ولسي جرګې ته ور وپېژني.

Visits: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.