کابل (پژواک، ٢٥ ليندۍ ٩٩) : د افغانستان د سولې مرکچي پلاوي ښځينه غړې وايي،د افغانستان خلک داسې سوله غواړي چې د ټولو خلکو حقوق په کې خوندي وي.
دوى دغه څرګندونې پرون تر ماښام وروسته په هغه انلاين غونډه کې وکړې، چې د قطر د دوحې فورم او د امريکا د ويلسون مرکز له خوا په ګډه جوړه شوې وه.
د دولت د مرکچي پلاوي غړې فاطمې ګيلاني وويل، چې په افغان قبايلي سيسټم کې د ښځو رول ډېر مهم دى او دوى په خپله ټولنه کې د سولې سرچينې دي.
هغې زياته کړه : ((طالبان بايد دا هېر نه کړي، چې د افغانستان ښځو د هېواد په ډېرو پرېکړو کې مهم رول لوبولى دى.))
مېرمن ګيلاني وايي، د افغانستان خلک په سمه مانا سوله غواړي داسې نه چې يواځې جګړه ختمه شي. ټولو خلکو ته پرته له دې چې مذهب، قوم او سيمې يې په نظر کې ونيول شي، حقوق ورکړل شي.
د نوموړې په وينا، اسلام بايد د افغانستان له عنعناتو سره ګډ نه شي، مذهب ډېر پرمختللى دى او اسلام لومړى دين دى چې ښځو ته يې د هغوى بشپړ حقوق ورکړي دي.
دې ويلي:(( طالبان پر عنعناتو ډېر تمرکز کوي ځکه د هغوى ښځو د خپلې ټولنې ډېر استازيتوب نه دى کړى، دا په داسې حال کې ده چې په اسلامي تاريخ کې ډېرو ښځو د ټولنو استازيتوب کړى دى.))
فاطمه ګيلاني وايي، ښځې له خپلو حقوقوڅخه د بې برخې کېدو لپاره بايد د اسلام له نوم څخه استفاده ونه شي.
خو هغې زياته کړې چې د ښځو د حقوقو لپاره بايد نور ډېر کار وشي، موانع يې له مخې لرې شي.
دا وايي :(( د افغانستان په اساسي قانون کې راغلي چې د افغانستان ټولو وګړو ته يو ډول حقوق ورکړل شي.))
د افغانستان د سولې مذاکراتي ټيم بلې غړې مېرمن حبيبه سرابي يادې غونډې ته وويل، چې دوى د خپلې ټولنې پر وړاندې ډېر مسووليتونه لري .
هغې زياته کړې:((موږ د بنسټيزو حقوقو او ارزښتونو غوښتنه کوو، موږ په سياسي او اقتصادي برخو کې مساوي حقوق غواړو.))
د نوموړې په وينا، دوى غواړي چې داسې يو ټيم ولري چې د ښځو په ګډون ټولو ته مساوي حقوق ورکړل شي.
ميرمن سرابي وايي چې د دولت په مذاکراتي ټيم کې ټولو ته برخه ورکړل شوې ، ښځې، نارينه، د هر سياسي او ټولنيزو ګوندونو استازي په کې شته دي.
په دغه غونډه کې د افغان ښځينه سوداګرو په استازيتوب رويا محبوب خبرې وکړې او ويې ويل چې په دې وروستيو کې د ښځو د حقوقو او لاسته راوړنو په برخو کې ډېر پرمختګونه شوي دي.
د هغې په وينا، د افغانستان د نفوس ډېرى برخه تر ٢٥ کلونو کم عمر لري او دوى د خپل هېواد د راتلونکي لپاره ډېر سخت کارونه کوي.
په دې غونډه کې ګډونوالو په سولې پروسه او بين الافغاني مذاکراتوکې دافغان ښځينه مشرانو پر رول رڼا واچوله .