Language

د کابل د والي مرستیال په چاودنه کې ووژل شو

کابل (پژواک، ۲۵ لېندۍ ۹۹): د کورنیو چارو وزارت وایي چې نن سهار په کابل ښار کې د ماین په یوه چاودنه کې د دغه ولایت د والي مرستیال او د هغه سکرتر وژل شوي او دوه ساتونکي یې ټپیان دي.

د یاد وزارت ویاند طارق ارین وویل چې دغه پېښه نن سهار شاوخوا نهه بجې او ۴۰ دقیقې د بي بي مهرو پر عمومي واټ د اونکس پلازا مخې ته رامنځته شوې ده.

نوموړي زیاته کړه چې د کابل د والي مرستیال محبوب الله مُحبي چې له خپل سکرتر او دوو ساتونکو سره په یوه لنډکروزر موټر کې دندې ته پر لاره و، د چاودنې هدف وګرځول شو چې په پایله کې یې مُحبي او د هغه سکرتر وژل شوي او دوه ساتونکي یې ټپیان شوي دي.

د دې پېښې مسوولیت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخیستی.