ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني  د امريکا د کانګريس له مشرې سره د سولې او اوربند په اړه خبرې وکړې

ولسمشر غني  د امريکا د کانګريس له مشرې سره د سولې او اوربند په اړه خبرې وکړې

author avatar
15 Dec 2020 - 14:54
ولسمشر غني  د امريکا د کانګريس له مشرې سره د سولې او اوربند په اړه خبرې وکړې
author avatar
15 Dec 2020 - 14:54

کابل (پژواک، ٢٥ ليندۍ ٩٩): ولسمشر اشرف غني د امريکا د کانګرېس له مشرې سره ددواړو هېوادونو د دوامدارو ژمنو، سولې پروسې، اوربند او تاوتريخوالي کمولو په اړه خبرې کړې دي.

له ارګ څخه د ليندۍ په ٢٥مه، پژواک اژانس ته په يوه رااستول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني پرون ماښام د امريکا د کانګرس رييسې مېرمن نانسي پلوسي او د دغه هېواد د مجلس استازو له يو شمېر غړو سره د ويډيو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.

سرچينې زياته کړې، په دغه ويډيو کنفرانس کې د هېواد لومړۍ مېرمن، د ولسمشر مرستيال امرالله صالح، د بهرنيو چارو وزير محمدحنيف اتمر، د ملي امنيت سلاکار ډاکټر حمدالله محب او د چارو ادارې لوی رييس ډاکټر فضل محمود فضلي هم شتون درلود، په امريکا متحدو ايالتونو کې د افغانستان سفيره مېرمن رويا رحماني هم د ويډيو کنفرانس له لارې وصل وه.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړو لوریو له افغانستان سره د امریکا د دوامدار تعهد، سولې پروسې او د هغو د راتلونکو پړاوونو، ښځو حقونو او اوربند پر عاجلې اړتيا د بحث او خبرو پر مهال د تاوتریخوالي د زیاتوالي په اړه خپلې اندېښنې هم څرګندې کړې.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.