Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ختيځ زون ديني عالمانو د اوربند غوښتنه وکړه

جلال اباد، کابل (پژواک، ۲۵ ليندۍ ۹۹): د ختیځو ولايتونو يوشمېرديني عالمانو د سولې له روانو خبرو ملاتړ او د اوربند غوښتنه یې وکړه.

د ننګرهار،لغمان،کونړ او نورستان ولایتونو دا عالمان د  لیندۍ په ۲۵مه جلال اباد ښار کې راټول شوي وو او د یو مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې د سولې له روانو خبرو ملاتړ ترڅنګ د اوربند غوښتنه وکړه.

دوی همدا راز په خبرو کې د خنډ او ځنډ د مخنیوي او په هېواد کې د بین الاافغاني خبرو ترسره کېدو باندې ټینګار وکړ.

ديني عالم مولوي همایون حامد غوښتنه وکړه چې د سولې د بین الافغاني خبرو په وړاندې دې د هر ډول خنډ او ځنډ مخنیوی وشي،همدا راز یې په دواړو لورو غږ وکړ چې د افغانستان د ولس، د شهیدانو د قربانیو او په وطن کې د ثبات په موخه اوربند وکړي .

هغه زياته کړه، په هېواد کې اسلامي قانون او افغانانو ته د منلو وړ نظام غواړي او ملاتړ ترې کوي.

د ننګرهار د حج او اوقافو رييس مولوي محمد داوود مجاهد وویل، د جنګ له امله هره کورنۍ د وېر په ټغر ناسته ده، هر افغان مو د جنګ له امله زیانمن شوی، نو تر هرڅه لومړی باید اوربند وشي او ورسته دې په نورو خبر بحث وشي .

مولوي مجاهد غوښتنه وکړه چې بین الافغاني خبرې دې په هېواد کې ترسره شي او ننګرهار ولایت د سولې او امن کور دی نو ټول ولس ورته هرکلی کوي.

بلخوا د ولسي جرګې يو شمېر غړي وايي چې نړيواله ټولنه دې پر طالبانو د اوربند کولو فشار راوړي، ترڅو په هېواد کې د هدفي وژنو مخه ونيول شي.

د مشران جرګې مشر فضل هادي مسلميار نن يادې جرګې ته،په ننني بريد کې وژل شوي د کابل والي مرستيال محبوب الله محبي وژنې ته په اشارې وويل، له داسې چا سره په خبرو بوخت دي چې هره ورځ يې په وينو لاسونه سره دي.

همداراز د مشرانو جرګې يوې بلې غړې انار کلي هنريار وويل چې له امريکا سره د طالبانو د تړون وروسته طالبان که له امنيتي ځواکونه جګړه کوي، نو ولې يې ملکي خلک هدف ګرځولي.

هغې زياته کړه، د پول، پولګوټي، سړک، ښوونځي او مسجد ورانېدو د مخيوي لپاره بايد نړيواله ټولنه پر طالبانو فشار راوړي تر څو اوربند وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې ورځو کې په کابل ښار کې د جنايي جرمونو زيات‌والي، غلاوو، هدفي وژنو او مقناطیسي ماينونو د زياتېدو په تړاو د ښاريانو اندېښنې زياتې شوې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.