ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې د اوبو مهارولو یو بند جوړ شو

د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې د اوبو مهارولو یو بند جوړ شو

author avatar
16 Dec 2020 - 17:46
د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې د اوبو مهارولو یو بند جوړ شو
author avatar
16 Dec 2020 - 17:46

کندهار (پژواک، ۲۶ لېندۍ ۹۹): د کندهار د کرنې رییس وايي، د دې ولایت په ارغستان ولسوالۍ کې د اوبو مهارولو یو بند جوړ او ګټې اخیستنې ته وړاندې شو.

سید حفیظ الله سیدي وویل، دغه بند د دغې ولسوالۍ په حوض بابو سیمه کې د ۸.۳ میلیونه افغانیو په لګښت د وزارت په پرمختیايي بودیجه جوړ شوی دی.

دی وايي، دغه بند د ۱۲۶ زره متره مکعبه اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري چې سیمه به ورسره زرغونه شي، وحشي ژوو او د مالدارانو لپار به د څښاک اوبه چمتو کړي او تر ځمکې لاندې د اوبو زېرمې به تقویه کړي.

هغه زیاته کړه، له دغه بند څخه یو شمېر کانالونه هم غځول شوي او شاوخوا ۱۰ زره جریبه کرنیزه ځمکه به خړوبه کړي.

د ده په خبره، دا چې ارغستان ولسوالي له تېرو درېیو کلونو راهیسې له وچکالۍ سره مخ ده، په تېرو دوو کلونو کې په کې ۸۳ نور کوچني خاورین او کانګرېټي بندونه هم جوړ شوي چې شاوخوا ۵۰ میلیونه افغانۍ لګښت ورباندې راغلی دی.

نوموړي دغه بندونه د اوبو مهارولو په برخه کې مهم وګڼل او ويې ویل دا چې کندهار په ټولیزه توګه وچ او دښتي اقلیم لري او له کاله په کې د موسمي ورښتونو کچه ډېره ټېټه (په منځنۍ کچه ۱۷۰ ملي متره) ده، دغه بندونه د اوبو په مهارولو او له هغو څخه د کرکیلې لپاره په ګټه اخیستنه کې ډېر ارزښت لري.

دغه راز ده یادونه وکړه چې د کرنې وزارت له خوا سږ کال د سپین بولدک ولسوالۍ په رباط سیمه کې هم ۲۰ کوچني بندونه جوړ شوي چې یوه پروژه په کې د علف چر وه.

دغه خبر ورکړ چې پلان لري سږ کال په تخته پل ولسوالۍ کې هم ۳۰ لوی او کوچني بندونه جوړ کړي او د کرنې د ودې په موخه اوبه مهار کړي.

د ارغستان ولسوالۍ اوسېدونکي د دغو بندونو په جوړېدو خوشحاله دي او وايي چې په تېرو کلونو کې وچکالۍ د دغې ولسوالۍ ۵۰ سلنه باغونه وچ کړي وو.

د حاجي خدایداد په نوم د دغې ولسوالۍ یوه قومي مشر پژواک خبري اژانس ته وویل، د وچکالۍ له امله تر ځمکې لاندې د اوبو کچه ډېره ټیټه شوې او خلک نه شي کولای په خپلو امکاناتو کروندې او باغونه خړوب کړي.

د ده په خبره، د دې ولسوالۍ د اوسېدونکو ژوند پر کرنه او مالدارۍ ولاړ دی چې روانې وچکالۍ دواړه اغېزمن کړي او ان د خلکو ۵۰ سلنه باغونه وچ شوي دي.

دی وايي، د اوبو د کمښت بنسټیز حل د بندونو جوړول دي چې له دوی سره به ډېره مرسته وکړي خو ده غوښتنه وکړه چې حکومت دې د دغې ولسوالۍ د لوړې بند هم جوړ کړي چې په وار وار یې د جوړولو ژمنه شوې ده.

د دې ولسوالۍ یو بل مشر ملا اغا جان وايي، کروندګر او باغ لرونکي خپلې کروندې او باغونه د کارېزونو د اوبو په وسیله خړوبوي خو د وچکالۍ له امله یې اوبه ۸۰ سلنه کمې شوي دي.

د ده په خبره، د بندونو له جوړېدو سره به تر ځمکې لاندې د اوبو زېرمې تقویه شي او کارېزونه به له اوبو ډک شي.

نوموړی هم غوښتنه کوي چې حکومت دې د لوړې بند ورغوي څو د دې ولسوالۍ د اوبو د کمښت ستونزه حل شي او د خلکو یوازینۍ عایداتي سرچینه کرنه او مالداري بیرته په پښو ودرېږي.

د ارغستان د لوړې بند د دې ولسوالۍ په سیدانو کلي کې موقیعت لري چې لومړۍ سروې یې په شپږ کاله مخکې د یوه نړیوال شرکت له لوري شوې ده.

د شوې سروې له مخې دغه بند د ۳۵ متره لوړوالي په جوړولو د ۱۷۵ میلیونه متره مکعبه اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري چې د ارغستان په ګډون د پنځو نژدې ولسوالیو د اوبو د کمښت ستونزه حلولی شي او شاوخوا ۲ مېګاواټه برېښنا هم تولیدولی شي.

د دغه بند د جوړولو په موخه ۳۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده چې د اړتیا وړ څېړنې یې ۱۸ میاشتې او جوړول یې ۳ کاله وخت غواړي.

ارغستان ولسوالي د کندهار ښار په سوېل ختيځ کې ډيورنډ کرښې ته څېرمه د ١٠٠ کيلومتره په واټن پرته ده، دغه ولسوالي د بلوچستان ايالت له منزکي او د زابل ولايت له ښار صفا ولسوالۍ سره ګډه پوله لري.

Views: 88

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.