جلال اباد (پژواک، ۲۶ لېندۍ ۹۹): د ننګرهار د نازيانو ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، حکومت دې يا دوی ته ډاډ ورکړي چې د منګل باغ په مشرۍ د لشکر اسلام وسله واله ډله حکومت پورې تړلې او که نه وي نو دوی ته دې امر وکړي چې له يادې ډلې سره وجنګېږي.
دوی وايي، يادې ډلې په نازيانو کې دې ته زمينه برابره کړې چې پاکستاني ځواکونه له ډيورنډ کرښې ديخوا تاسيسات جوړ کړي، خو افغان حکومت دوی ته اجازه نه ورکوي چې له دغې ډلې سره جګړه وکړي او د تحرکاتو مخه يې ونيسي.
د نازيانو ولسوالۍ اوسېدونکو دا څرګندونې د لېندۍ په ۲۶مه دغې ولسوالۍ ته د ننګرهار د والي د سفر په موخه جوړه شوې لويې ولسي غونډه کې وکړې.
په دې غونډه کې ولايتي مسوولينو د ځايي خلکو ستونزې واورېدې او د حل لپاره يې ورته ډاډ ورکړ.
د نازيانو ولسوالۍ اوسېدونکو ويل چې له تېرو شاوخوا څلور مياشتو راهيسې ولسي پاڅون کوونکي د منګل باغ په مشرۍ د لشګر اسلام ډلې سره په نښتو بوخت دي او دغې ډلې چې هر ځای نيولی هغه يې پاکستانيو پوځيانو ته پرېيښی دی.
د نازيانو ولسوالۍ يو قومي مخور سردارولي غروال وويل، حکومت دې دوی ته يا دا ډاډ ورکړي چې دغه ډله حکومت پورې تړلې او که نه وي نو بيا دې د دوی ملاتړ وکړي چې ياده ډله وځپل شي.
هغه زياته کړه: (( د نازيانو ٨ ٠تنه پاڅونوال شهيدان شوي، تر څنګ يې د ملي اردو هغه هم شهيدان شوي که چېرته منګل باغ د حکومت سړی وي او حکومت ته کار کوي، نو ولس ته قناعت ورکړئ او که د حکومت سړی نه وي نو دا سړی نور له موږ لرې کړئ.))
د غونډې ګډونوالو پر دې سربېره د خپلو نورو ستونزو يادونه هم وکړه چې د سړک خرابوالي، ښوونځيو کمښت، روغتيايي مرکزونو کمښت او د بيارغونې پروژو نه ترسره کېده يې ياد کړل.
قومي مشر ملک سهيل وويل، ټوله ولسوالۍ کې د نجونو يوازې يو ښوونځی دی، لامل يې هم د ښځينه ښوونکو کمښت دی، دغه راز د هلکانو ډېر ښوونځي هم ودانۍ نه لري، دغې ولسوالۍ ته ورغلې لاره خرابه ده او د روغتيا په برخه کې هم خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
نازيانو ته د ننګرهار والي په خپل سفرکې ځايې خلکو ته ډاډ ورکړ چې ولايتي اداره به يې له شتو امکاناتو په ګټې غوښتنې ومني او که اړتياوې وي نو تر ولسمشر به يې هم ستونزې ورسول شي.
والي ضياء الحق امرخېل رد کړه چې ګواکې د منګل باغ په مشرۍ لشکر اسلام ډله دې د حکومت ملاتړ ولري او د دې سربېره يې هلته مېشتو دولتي سرتېرو ته جدي امر وکړ چې دغه ډله وځپي.
هغه زياته کړه : (( نن تر شنه اسمان لاندې په ډاډمن ډول پراخې ولسي غونډه کې ګډون لرو، دا ټول د ولس د قربانيو برکت دی، له همدې امله مې له ځان سره د بېلابېلو ادارو رئيسان راوستي، ترڅو په ۱۴ سوه يم مالي کال کې دې ولسوالۍ ته خاصه پاملرنه وکړي.))
امرخېل وويل، په ياده ولسوالۍ کې به د ملي دسترخوان پروګرام پيل شي، چې تر نوي سلنه زيات وګړو سره به مرسته وشي، همدا راز يې زياته کړه، دې ولسوالۍ کې د کليو پراختيا ادارې په چوکاټ کې ۷ پروژې تر کار لاندې دي، د پوهنې، روغتيا او يو شمېر نورو برخو کې به ګڼې نورې پروژې پيل شي.