ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اروزګان دهراوود ولسوالۍ د امنيه قوماندان په ګډون ١٠ سرتېري وژل شوي

د اروزګان دهراوود ولسوالۍ د امنيه قوماندان په ګډون ١٠ سرتېري وژل شوي

author avatar
16 Dec 2020 - 11:37
د اروزګان دهراوود ولسوالۍ د امنيه قوماندان په ګډون ١٠ سرتېري وژل شوي
author avatar
16 Dec 2020 - 11:37

ترينکوټ  (پژواک، ٢٦ لېندۍ ٩٩):  ځايي سرچينې وايي چې د اروزګان د دهراوود ولسوالۍ سرپرست  امنيه قوماندان په ګډون لس سرتېري د طالبانو په يوه بريد کې وژل شوي دي.

د دغه ولايت يوې امنيتي سرچينې چې د نوم له اخیستو يې ډډه کوله، د لېندۍ په ٢٦مه پژواک اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو تېره شپه د دې ولسوالۍ پر امنيتي مرکز بريد وکړ او وروسته نښتې څو ساعته دوام درلود.

سرچينه وايي، په دې نښته کې د ولسوالۍ سرپرست امنيه قوماندان ولي محمد او د لايزري قطعې قوماندان سيدعلي په ګډون اووه پوليس او درې د ملي اردو سرتېري وژل شوي دي.

د سرچينې په وينا، طالبانو د یاد مرکز وسلې له ځان سره وړې او يو هاموې ټانک یې هم بیولی دى.

د سیمې يوه اوسېدونکي میرزا خان پژواک ته وویل، د ټولو وژل شوو کسانو مړي طالبانو د دهراوود پر عمومي چوک اچولي دي.

د دې پېښې په اړه طالبانو تر اوسه څه نه دي ویلي.

Views: 39

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.