ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې د “ملا نوح بابا” زيارت په بمونو الوځول شوى

غزني کې د “ملا نوح بابا” زيارت په بمونو الوځول شوى

author avatar
17 Dec 2020 - 13:41
غزني کې د “ملا نوح بابا” زيارت په بمونو الوځول شوى
author avatar
17 Dec 2020 - 13:41

غزني ښار (پژواک، ٢٧ ليندۍ ٩٩): د غزني حکومتي مسوولين وايي چې ناپېژانده وسله والو د اندړو ولسوالۍ اړوند د ملانوح بابا زيارت په بمونو الوځولى دى.

د غزني د والي وياند وحيدالله جمعه زاده د ليندۍ په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ ناپېژانده وسله والو د اندړو ولسوالۍ اړوند د کابل-کندهار پر لويه لار د ملانوح بابا زيارت په بمونو الوځولى دى.

هغه وايي چې د زيارت چت او ځينې نورې برخې زيانمنې شوې دي.

د نوموړي په وينا، د يادې پېښې عاملين له سيمې تښتېدلي خو امنيتي ځواکونو يې د نيولو هڅې پيل کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څو ورځو راهيسې په ملانوح بابا سيمه کې د حکومتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ پرله پسې جګړې وشوې چې طالبانو د حکومتي ځواکونو درې پوستې ونيولې.

د سيمې يوه اوسېدونکي عبدالله (مستعار نوم) پژواک ته وويل چې امنيتي ځواکونو پر زيارت هوايي بريد کړى دى.

دى وايي: ((کله چې طالبانو پوستې ونيولې نو هلته يې تګ راتګ کاوه، پرون هوايي ځواکونو دوه ځلې پر دې سيمې هوايي بريد کړى دى په اول ځل يې يو طالب او يو بل کس چې مڼې يې خرڅولې مړه کړي او په دويم ځل کې يې بم په زيارت غورځولى چې د زيارت چت يې تخريب کړى دى.))

بل لورته د دولت وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده چې تر دې وړاندې هم په غزني کې د شمس بابا، بهاءالحق بابا او ولي نيکه زيارتونه په بمونو الوځول شوي دي.

Views: 5

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.