Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د غزني په ګیلان کې چاودنې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

کابل (پژواک ۲۸ لیندۍ ۹۹): د کورنيو چارو وزارت وايي چې د غزني په ګيلان ولسوالۍ کې چاودنه شوې چې ۱۵ تنه ملکي وګړي په کې وژل شوي او ۲۰ ټپيان دي.

د دې وزارت وياند طارق ارين ويلي، نن ماسپښين شاوخوا دوه بجې د غزني د ګيلان ولسوالۍ د اغوجان سیمې په يوه کور کې د قرآن کريم د ختم مراسم روان ول چې له چاودېدونکو توکو ډک زرنج موټر په کې چاودلی دی.

ده زياته کړې، په دې پېښه کې ۱۵ ملکيان وژل شوي او ۲۰ تنه نور ټپيان دي.

خو د سيمې يوه اوسېدونکي عنایت الله، پژواک ته وویل چې دغه پېښه د يوې ناچاودې سرګلولې د چاودنې له امله رامنځ ته شوې ده.

ده زياته کړه، ماشومانو یوه ناچاوده مرمۍ د ریکشې والا ته د پلورلو لپاره ور وړې چې په همدې ترڅ کې نور ماشومان هم راټول شوي او مرمۍ چاودلې ده.

د هغه په وينا، په دې چاودنه کې ۱۲ ماشومان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.