ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني: مرکچي پلاوی دې له بل پړاو خبرو پیلېدو مخکې له خلکو سره وګوري

ولسمشر غني: مرکچي پلاوی دې له بل پړاو خبرو پیلېدو مخکې له خلکو سره وګوري

author avatar
19 Dec 2020 - 14:14
ولسمشر غني: مرکچي پلاوی دې له بل پړاو خبرو پیلېدو مخکې له خلکو سره وګوري
author avatar
19 Dec 2020 - 14:14

کابل (پژواک، ۲۹ لېندۍ ۹۹): ولسمشر غني له مذاکراتي پلاوي سره د ليدنې پر مهال ويلي، د دويم پړاو مذاکراتو له پېلېدو مخکې دې د افغانستان د خلکو له بېلابېلو ډلو سره مشورې وشي، څو په مذاکراتو کې د هغوی استازيتوب په سم ډول وشي.

په دې اړه له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې په ارګ کې د افغانستان اسلامي جمهوريت له مرکچي پلاوي له مشر او غړو سره وکتل او دغه پلاوي ولسمشر ته د تېرو خبرو په اړه معلومات ورکړل.

په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني د دولت له مرکچي پلاوي مننه وکړه چې د طالبانو له ډلې سره د مذاکراتو په لومړي پړاو کې يې په مؤثر ډول د دولت استازيتوب وکړ او زياته يې کړه، مذاکراتي پلاوی دې د لومړي پړاو انکشافاتو په اړه معلومات له خلکو سره شريک کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني د سولې په پروسه کې د خلکو د ټولو اقشارو نظرياتو شاملولو ته په اشارې دولتي مذاکراتي پلاوي ته لارښوونه وکړه چې د دويم پړاو مذاکراتو له پيلېدو وړاندې دې د افغانستان د خلکو له بېلابېلو اقشارو سره سلا مشورې وکړي، څو په مذاکراتو کې په سمه توګه د هغوی استازيتوب وشي.

سرچينه زياتوي، په دې کتنه کې چې د ولسمشر مېرمن، د ولسمشر مرستيالانو او د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر هم حضور درلود.

د راپورونو له مخې، شاوخوا درې مياشتې مخکې په لومړي ځل په قطر کې د افغانستان دولت او طالبانو د مرکچي پلاوو ترمنځ په رسمي توګه د سولې خبرې پيل شوې.

د رسمي خبرو له پيل وروسته د دولت او طالبانو د مرکچي پلاوو له غړو د تماس ډله وټاکل شوه څو د سولې خبرو د اجنډا او نورو غونډو لپاره طرزالعمل نهایي کړي.

پر طرزالعمل د خبرو په پيل کې ځيني اختلافات رامنځته شول چې بالاخره تېره اوونۍ دواړو لورو پر ٢١ ماده ييز طرزالعمل موافقه وکړه.

خو افغان دولت په داسې حال کې په هېواد کې دننه د سولې مذاکراتو د راتلونکو پړاوو د ترسره کېدو غوښتنه کړې چې په قطر کې تر درېيو مياشتو له بين الافغاني مذاکراتو وروسته دواړو ټيمونو د درېيو اونيو وقفې او رخصتيو پرېکړې کړې ده.

Views: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.